راولپنډۍ : د پاکستان د پوځ ویاند، لفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري، وایي چې د ۲۰۲۶م کال له پېل راهیسې په پاکستان کې د شویو ۲۸ ځانمرګو بریدونو ډېر بریدګر افغان وګړي وو، او یو ځل بیا یې د افغانستان واکمن طالبان د وسله ‌والو ډلو په ملاتړ تورن کړل.

 

چوهدري ،د جولایۍ په ۳۱مه، د راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال په ډېرو ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا شواهد ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا، د ټانک ضلعې او د کراچۍ ښار په وروستیو بریدونو کې هم افغان وګړي ښکېل وو، او د ټانک د ځانمرګي برید ترسره کوونکی هم د افغانستان تبعه و.

 

د پوځ ویاند وویل، چې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې د وژل شویو او نیول شویو کسانو ترمنځ هم افغان وګړي او هغه کسان شامل وو چې، د ده په وینا، د طالبانو له امنیتي ادارو سره یې اړیکې لرلې، خو د دغو کسانو د شمېر په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

 

احمد شریف چوهدري ټینګار وکړ چې د پاکستان نیوکې د افغانستان د خلکو پر ضد نه، بلکې د طالبانو د حکومت پر ضد دي. هغه وویل، چې طالبان د هغو وسله ‌والو ډلو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. هغه ادعا وکړه: «طالبان د ترهګرۍ له لارې خپل اقتصاد او ډیپلوماتیکې اړیکې پر مخ وړي.»

 

د پوځ ویاند همداراز وویل، چې د پاکستان په اصطلاح د «خوارجو» او «فتنه هند» ترمنځ هېڅ توپیر نشته. پاکستان د «خوارجو» اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان او «فتنه هند» اصطلاح د بلوڅ بېلتون‌ پالو وسله ‌والو ډلو لپاره کاروي.

 

د هغه په وینا، د ۲۰۲۶م کال په ترڅ کې پاکستاني امنیتي ځواکونو ۴۰ زره او ۳۴۸ استخباراتي عملیات ترسره کړي، ۲ زره او ۸۴ وسله‌ وال یې وژلي او په همدې موده کې په هېواد کې ۳ زره او ۱۴۵ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

 

چوهدري وویل، چې اسلام ‌اباد له دغو وسله‌ والو ډلو سره د خبرو اراده نه لري او که هغوي قانون ته تسلیم نه شي، نو امنیتي ځواکونه به یې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

 

د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر اختلافات روان دي. اسلام‌ اباد دعوه کوي چې د ټي ټي پي غړي او مشران په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

 

په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې او د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د پاکستان کورنۍ مسئله ده. طالبان دا هم وایي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د بریدونو لپاره د کارېدو اجازه ور نه کړي.