باجوړ : په باجوړ کې د ۲۰۲۳م کال د جولایۍ په ۳۰مه د جمعیت علما اسلام په غونډه په شوې خونړۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو د یاد په مناسبت په دې نیټه یوه یادغونډه وشوه.

 

دغه غونډه د جمعیت علما اسلام له خوا جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او استازو پکې ګډون وکړ او د پېښې قربانیانو ته یې درناوی وړاندې کړ.

 

غونډې ته د جمعیت علما اسلام مشر مولانا محمد طارق، پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید، د جماعت اسلامي مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي صاحبزاده هارون الرشید، د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي سید اخونزاده چټان، په باجوړ کې د مسلم لیګ نون ضلعي مشر ملک ګل کریم خان، مولانا ذاکر الله، پخواني تحصیل ناظم سید بادشاه، د ار زیډ کې مرستیال مشر میا حبیب ګل او ملک ایاز ویناوې وکړې.

 

ویناوالو وویل، چې د باجوړ په پېښه کې د وژل شویو کسانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي او د هغوي یاد به ژوندی ساتل کېږي. هغوي په باجوړ کې د امن او امنیت پر خرابېدونکي حالت اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د ناامنۍ د مخنیوي، د خلکو د ځان او مال د خوندي کولو او په سیمه کې د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره دې سمدستي، جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

سیاسي او مذهبي مشرانو ژمنه وکړه چې د امن، ثبات او د خلکو د خوندیتوب لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي او د باجوړ د پېښې د قربانیانو کورنۍ به یوازې نه پرېږدي.