کابل : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سرپرستې ،جورجیټ ګانیون، یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو پر زده ‌کړو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او هغوي ته اجازه ورکړي چې په ټولو ښوونیزو کچو کې بېرته خپلو زده ‌کړو ته ستنې شي.

 

ګانیون ویلي دي، چې افغان نجونې باید وکولی شي خپلې زده ‌کړې بشپړې کړي او د افغانستان په پرمختګ، ودانۍ او راتلونکي کې ونډه واخلي. نوموړې دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۳۱مه، د کابل د استالف ولسوالۍ د سفر پر مهال کړې دي، چرته چې هغې د نجونو له یوه لومړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

 

یوناما وايي، چې ګانیون په دې سفر کې د طالبانو له سیمه‌ ییزو چارواکو، قامي مشرانو او د سیمې له اوسېدونکو سره هم لیدلي او د استالف ولسوالۍ د اقتصادي اړتیاوو، پرمختیايي ستونزو او ښوونیزو ننګونو په اړه یې خبرې کړې دي.

 

د یوناما له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ګانیون د نجونو په یوه لومړني ښوونځي کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي کمپیوټري لابراتوار ته ورځي او زده ‌کوونکو سره خبرې کوي. هغې د نجونو لپاره معلوماتي ټکنالوژۍ، کمپیوټر او ډیجیټلي مهارتونو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا ډول مهارتونه د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره اړین دي.

 

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې افغانستان ته له بېرته واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منع کړې. وروسته یې د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې د ښځو او نجونو پر پوهنتوني زده‌ کړو هم بندیز ولګاوه.

 

د دغو پرېکړو له امله افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې دي. د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او تعلیمي ادارې، یونسکو، د شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر دوه نیم میلیونو ډېرې نجونې له زده ‌کړو بې‌ برخې شوې دي.

 

یونسکو خبرداری ورکړی دی چې که دا بندیزونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰م کال پورې به له زده ‌کړو د محرومو نجونو شمېر له څلورو میلیونو هم واوړي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونېسف، هم ویلي دي چې د نجونو پر زده‌ کړو بندیز به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر ښوونیز او روغتیايي نظام ژورې اغېزې وکړي.

 

د یونېسف د اټکل له مخې، که دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، افغانستان به له شلو زرو څخه د ډېرو ښځینه ښوونکو او د شاوخوا پنځه زره او څلور سوه ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي. یونېسف وايي، له زده‌ کړو د نجونو دوامداره محرومیت به د کم عمره ودونو خطر زیات کړي، په ښوونیزو او روغتیايي برخو کې به د مسلکي ښځو شمېر راکم کړي او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه به نوره هم لوړه کړي.

 

طالبانو تر اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو لپاره کومه روښانه نېټه نه ده اعلان کړې، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له پرله ‌پسې غوښتنو سره سره دغه بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.