بنو : د بنو پولیس وايي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلو وسله‌ والو د بنو د وزیر سب ډویژن په معرکه بېره سیمه کې پر ملکي وګړو د کواډکاپټر ډرونونو له لارې نهه بریدونه کړي دي، چې په پایله کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، وسله ‌والو ،د جولایۍ ۳۰مې او ۳۱مې، ترمنځ د شپې د ډرونونو په وسیله پر سیمه پرله‌ پسې مرمۍ وغورځولې او بې‌ وسلې ملکي وګړي یې په نښه کړل.

 

تر بریدونو وروسته د بنو د ضلعي پولیسو مشر ،محمد فرقان بلال، په مشرۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو، ضلعي پولیسو او نورو امنیتي قطعې د پېښې ځای ته ورسېدې، سیمه یې کلابنده کړه او په غرنیو سیمو کې یې د وسله ‌والو د احتمالي پټنځایونو پر ضد د لټون عملیات پېل کړل.

 

پولیس وايي، دغه عملیات د بنو له سرحدي سیمو سره نږدې د وزیر سب ډویژن په معرکه بېره او شاوخوا سختو غرنیو سیمو کې ترسره شول. د عملیاتو پر مهال د بنو د پولیسو مشر د هاتي‌ خېل قام له مشرانو سره هم ولیدل او د وسله‌ والو پر ضد یې د سیمې د خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه.

 

محمد فرقان بلال وویل، چې پولیس به د خلکو د ژوند او شتمنۍ د خوندي کولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ به د وسله ‌والو پر ضد اقدامات روان ساتي. پولیسو د ټپیانو د روغتیايي حالت او د لټون عملیاتو د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.