لکي مروت : لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د ضلعي پولیسو افسر پر ضد د پولیس لاین دننه احتجاج کړی او اعلان یې کړی دی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د اګست په څلورمه به د پولیسو د وژل شویو سرتېرو د یاد په رسمي مراسمو کې ګډون ونه کړي.

 

احتجاج کوونکو ،د جولایۍ په ۳۱مه وویل، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورسره ناعادلانه چلند کېږي او قانوني غوښتنې یې پرله ‌پسې له پامه غورځول کېږي. دوي وویل، چې حکومت او د پولیسو مشرتابه باید د وژل شویو پولیسو د کورنیو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوي غوښتنې زر تر زره ومني.

 

د احتجاج ګډونوالو خبرداری ورکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به نه یوازې د اګست څلورمې رسمي مراسم، بلکې د پولیسو اړوند نورې رسمي غونډې او پروګرامونه هم بایکاټ کړي.

 

د احتجاج مشري نوید نواز خان، نقیب نواز خان، مراد خان او مدثر حیات خان په ګډون یو شمېر کسانو کوله، چې د وژل شویو پولیسو د کورنیو ګڼو غړو هم پکې ګډون کړی و. احتجاج کوونکو له حکومت او د پولیسو له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره انصاف وکړي، اندېښنو ته یې سمدستي رسېدنه وکړي او ستونزې یې په دایمي ډول هوارې کړي.

 

تر اوسه د لکي مروت د پولیسو یا ضلعي پولیسو افسر له لوري د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.