کابل : د افغانستان د وسله والو طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په لارښوونه، په افغانستان کې د جوماتونو خطیبانو نن ،د جولایۍ په ۳۱مه، د جمعې په خطبو کې خلک د ناوې له سینګار، د واده د ګوتو له تبادلې، د ښځو له عطرو، موسیقۍ، نڅا او د ودونو له یو شمېر نورو دودونو منع کړي دي.
د هېواد په کچه خطیبانو د جمعې په خطبو کې د دغه وزارت د «ودونو او نورو خوښیو په مراسمو کې له منکراتو او د شریعت خلاف دودونو څخه ډډه» تر سرلیک لاندې د کابل او ولایتونو خطیبانو ته استولی متن خلکو ته بیان کړی.
په دغه متن کې د شرعي نکاح تر تړل کېدو وړاندې د کوژدن شوي هلک او نجلۍ شخصي لیدنې ناروا بلل شوې دي. وزارت ویلي دي، چې کوژده د نکاح معنا نه لري او هلک او نجلۍ تر نکاح وړاندې یو بل ته نامحرم دي. وزارت د کوژدې یا واده پر مهال د ګوتو تبادله او د هلک او نجلۍ له خوا د یو بل پر لاسونو د نکریزو اېښودل هم د شریعت خلاف بللي دي.
په متن کې ویل شوي دي، چې هغوي باید تر شرعي نکاح وړاندې یو بل ته لاس ور نه کړي. د واده ګوته په دغه متن کې «له مسیحیت څخه اخیستل شوی دود» بلل شوی او ویل شوي دي چې مسلمانان باید د نامسلمانانو د دودونو پیروي ونه کړي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ښکلا سالونونو کې د ناوې سینګار هم د شریعت خلاف بللی دی. په متن کې دعوه شوې ده چې د سینګاري توکو په وسیله د ناوې د اصلي څېرې بدلول «تدلیس، دوکه او چل» دی. وزارت ویلي دي، چې د زوم کورنۍ باید د نجلۍ اصلي څېره او طبیعي ښکلا وویني او بڼه یې باید د سینګار په وسیله بدله نه شي.
په خطبه کې د مصنوعي وېښتانو کارول، د وروځو نری کول، ټاټو وهل، د ښکلا لپاره د غاښونو ترمنځ د واټن جوړول، د شونډو غټول او د هغو موادو استعمال هم ناروا بلل شوی چې د پوستکي طبیعي رنګ بدلوي.
وزارت همدارنګه ویلي دي، چې ښځې باید د ودونو او کوژدو په مراسمو کې داسې عطر ونه وهي چې بوی یې نامحرمو نارینوو ته ورسېږي. د ښځو او نارینه وو سندرې ویل، موسیقي او نڅا هم د شریعت خلاف بلل شوي دي. په متن کې راغلي دي چې د واده په مراسمو کې د ثبت شوې موسیقۍ غږول او اورېدل هم اجازه نه لري.
وزارت د مېلمنو په وړاندې د ناوې او زوم یوځای کېنول «د بې حیایۍ او بې غیرتۍ وروستی حد» بللی دی. د وزارت په وینا، زوم باید د نارینوو په منځ کې او ناوې د پردې تر شا د ښځو په مجلس کې وي. په متن کې ویل شوي دي، چې د ناوې د نارینه وو مجلس ته راوستل او د زوم ترڅنګ یې کېنول د ښځې حجاب او حیا له منځه وړي.
طالبان وایي، د دوي حکومتي پالیسۍ او ټولنیزې لارښوونې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر بنسټ ولاړې دي. طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې تفسیر شوې شرعي تګلارې له مخې د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار، لباس، تګ راتګ او ټولنیز حضور پراخ بندیزونه لګولي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې د ښځو په اړه د طالبانو یو شمېر پرېکړې د اسلام په هکله ناسم برداشتونه زیاتوي.


شال نیوز