د غرونو ترمنځ په یوه شنه دره کې د مېږو یوه لویه مېنه وه. د چینو او بارانونو په برکت دا سیمه د ژوند نښه بلل کېده. هره مېږه په خپل کار بوخته وه؛ چا د ژمي لپاره دانې راټولولې، چا خپلې ځالې جوړولې او چا خپل کوچنیان د ژوند له لومړیو درسونو سره اشنا کول.
خو دا ارامي اوږده نه وه.
یوه ورځ ځمکه ولړزېده. له لرې د درنو قدمونو غږونه راورسېدل. دوړې پورته شوې او دوه ستر هاتیان، چې د زور او واک پر سر یې شخړه لرله، همدې درې ته راورسېدل. جګړه د هغوي وه، خو ډګر د مېږو وطن و.
د هر ګام سره یوه ونه ولوېده، یوه ځاله ورانه شوه او لسګونه مېږې تر پښو لاندې شوې. په څو ورځو کې هغه شنه دره، چې د ژوند نښه وه، په شاړ ډګر بدله شوه.
وروسته د غرونو له څوکو اعلان وشو: “ټولې مېږې دې د بر کلي په شاړ ډګر کې راټولې شي.”
په ټاکلي سهار له هرې خوا د مېږو اوږده کتارونه را روان وو. بوډاګان، ځوانان، میندې او ماشومان ټول راغلي وو. دوي نه د جګړې اعلان کاوه او نه د غچ؛ دوي یوازې غوښتل چې د ژوند حق وغواړي.
د سلګونو کلنې ونې پر پاتې ډډ مشر مېږی ودرېد. غږ یې له درد ډک و.
هغه وویل: “زما مظلوم قامه!
موږ نه د چا دښمنان یو او نه د چا پر خاوره سترګې لرو. خو هر ځل چې زورور سره وجنګېږي، زموږ کورونه ورانېږي، زموږ ماشومان مري او زموږ وطن شاړېږي. موږ نه د چا واک غواړو او نه د چا ماتې. موږ یوازې دومره وایو چې زموږ ژوند ته هم د ژوند په سترګه وکتل شي.”
د هغه د خبرو له پای سره زرګونو مېږو په یوه غږ نارې کړې:
“موږ ژوند غواړو… موږ امن غواړو!”
دا د کمزورو احتجاج و؛ احتجاج چې نه پکې وسله وه، نه ګواښ، نه تاوتریخوالی. یوازې د ژوندي پاتې کېدو غوښتنه وه.
خو زور ډېر کله د کمزوري غږ نه اوري.
لا غونډه روانه وه چې ځمکه بیا ولړزېده. هاتیان بېرته راغلل. دوي نه د مېږو خبرې واورېدې او نه یې د هغوي احتجاج ته پام وکړ. یو ځل بیا یې خپل سرونه سره وجنګول او د زور سیالي یې پېل کړه.
د درنو پښو لاندې د غونډې ډېرې مېږې میده شوې. هر لور چیغې وې، دوړې وې او منډې.
کله چې دوړې کښېناستې، ژوندي پاتې شوې مېږې د یو بل پر تاوان د هاتیانو ملامتولو پر ځای په خپلو کې سره واوښتې.
چا وویل، مشر ملامت و.
چا وویل، ځوانانو تېروتنه وکړه.
چا وویل، احتجاج بې ګټې و.
دوي په خپلو کې سره ووېشل شول، خو هاتیان لا هم په خپله جګړه بوخت وو.
د ماښام له لمر سره یوازې یو اوږد کتار پاتې و. مېږو خپل شاړ وطن پرېښود او د نامعلوم لوري پر خوا روانې شوې.
شاته ماتې ونې، ورانې ځالې او هغه شاړ ډګر پاتې شو چې یوه ورځ پکې زرګونو مېږو یوازې یوه غوښتنه کړې وه:
“موږ یوازې ژوند غواړو.”
خو د ځنګله زوړ متل بیا هم پر خپل ځای پاتې شو: “د هاتیانو په جګړه کې تل مېږې دل کېږي.”


عصمت علي اخون