د سمارټ ټیلیفونونو او ټولنیزو رسنیو له پراخېدو سره د کاروبار دودیزې طریقې هم بدلې شوې دي. د بره دیر د سینګار د شیانو دوکاندار وحید د ټک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل دوکان ویډیوګانې خپروي، چې له امله یې د هغه د دوکان ګاهکان زیات شوي دي. وحید وایي، اوس نه یوازې د سیمې خلک، بلکې له بهر هېوادونو هم ورسره اړیکې نیول کېږي او د بېلابېلو سینګاري شیانو فرمایشونه ورکوي. د شال نیوز په دې ځانګړي راپور کې وګورئ چې څنګه ټولنیزې رسنۍ د یو ځوان لپاره د بریالي کاروبار وسیله ګرځېدلې دي.