د 2025 کال له ډسمبر راهیسې 37 پاکستانیان، چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي دي، په لیبیا کې بې درکه دي. د دوی کورنیو په پېښور کې خبري غونډه کړې او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چې د لیبیا له چارواکو سره په ګډه د دغو ځوانانو د موندلو لپاره عملي اقدامات وکړي. په دې راپور کې د بې درکه شویو ځوانانو د کورنیو خبرې، د ناقانونه کډوالۍ خطرونه او د مدیترانې سمندر د مرګونو سفرونو حقیقت وګورئ.


سلمان یوسفزی