واشنګټن : امریکايي رسنۍ وايي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د نویو او پراخو پوځي بریدونو امر کړی، چې موخه یې پر تهران فشار زیاتول، د ایران مشرتابه تسلیمېدو ته اړ کول او د امریکا د شرایطو له مخې یې بېرته خبرو ته ستنول دي.

 

وال سټریټ جرنل ،د جولایۍ په ۳۱مه، د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دغه بریدونه ښیي ،د اګست د لومړۍ او ۲مې، په ورځو کې پېل او څو ورځې دوام وکړي. خو تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د عملیاتو د دقیق وخت، هدفونو او کچې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

 

د راپور له مخې، ټرمپ د جمعې په ورځ د کابینې د غونډې پر مهال له ایران سره د روانو خبرو په اړه سخت ناهیلی او غوسه ښکارېده. هغه وویل، چې که امریکا پر ایران کافي سخت بریدونه وکړي، د تهران واکمن نظام به بالاخره کمزوری شي او د جګړې توان به یې پای ته ورسېږي.

 

ټرمپ د ایران چارواکي «بې‌ باوره او بې‌ عزته» وبلل او ویې ویل، چې امریکا به تر هغه پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي چې تهران نور د جګړې توان ونه لري. خو هغه په بشپړه توګه د خبرو دروازه هم ونه تړله او ویې ویل چې ایران لا هم کولی شي هوکړې ته غاړه کېږدي.

 

وال سټریټ جرنل وايي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له خوا د لسو ورځو څخه تر دوو اونیو پورې د سختو هوايي بریدونو یو پلان هم چمتو شوی دی، چې د ایران پاتې توغندیز مرکزونه، د سپاه پاسداران قوماندې، د بې‌ پیلوټه الوتکو زېرمې او پوځي تاسیسات پکې په نښه کېدلی شي.

 

خو امریکايي چارواکي وايي، چې ټرمپ ښیي په لومړي پړاو کې د څو ورځو محدود بریدونه ومني او وروسته د ایران غبرګون ته په کتو د عملیاتو د پراخېدو یا درولو پرېکړه وکړي.

 

دا پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شوی دی چې ایران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر لور توغندي وتوغول. د اردن پوځ وویل، چې هوايي دفاع یې پنځه توغندي شنډ کړي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه اقدام پر امریکايي ځواکونو د ایران «ناڅاپي برید» بللی و، خو د مرګ‌ ژوبلې راپور نه و ورکړل شوی.

 

امریکا یوه ورځ وروسته د ایران د سپاه پاسداران اړوند پر لسګونو مرکزونو شاوخوا دوه ساعته هوايي بریدونه وکړل. امریکايي پوځ وویل، چې په دغو بریدونو کې د قوماندې مرکزونه، توغندیز او ډرون تاسیسات، ساحلي څارځایونه او سمندري دفاعي مرکزونه په نښه شوي وو.

 

تر دې پېښو مخکې ټرمپ ویلي وو چې له ایران سره «ډېرې دوستانه او ژورې خبرې» روانې دي او امریکا د ډیپلوماسۍ لپاره خپل پراخ پوځي عملیات ځنډولي دي. خو د اردن پر لور د ایران توغندیز برید او ورپسې د امریکا ځوابي بریدونو د خبرو فضا یو ځل بیا ترینګلې کړه.

 

وال سټریټ جرنل وايي، چې د ټرمپ د نوي امر اساسي هدف یوازې پوځي تاسیسات نه، بلکې د ایران پر مشرتابه دومره فشار راوستل دي چې تهران د اټومي پروګرام، د هرمز تنګي او سیمه‌ ییزو پوځي فعالیتونو په اړه د امریکا غوښتنې ومني.

 

ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د تازه امر په اړه تفصیلي ځواب نه دی ورکړی، خو سپاه پاسداران خبرداری ورکړی دی چې که پر ایران نوي بریدونه وشي، د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي او اقتصادي مرکزونه به په نښه کړي.

 

د امریکا د کابینې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیټ هېګسېت هم حاضر وو، خو د نویو عملیاتو په اړه یې په ښکاره توګه جزئیات وړاندې نه کړل.

 

تر دې دمه مهم ټکی دا دی چې ټرمپ د عملیاتو امر کړی، خو نوي بریدونه لا نه دي پېل شوي. د برید د پېل احتمالي وخت او د عملیاتو د څو ورځو دوام د هغو امریکايي چارواکو معلومات دي چې نومونه یې نه دي خپاره شوي.