امریکا : په امریکا کې مېشت افغان هنرمندان د «فانوس» موسیقۍ ډلې له لارې هڅه کوي چې د افغانستان کلاسیکه، ولسي او دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي او هغه فرهنګي میراث راتلونکو نسلونو ته ورسوي چې د جګړو، کډوالۍ او وروستیو کلونو محدودیتونو له امله له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
د دې ډلې تنظیموونکي وايي، چې د فانوس په ډله کې څلور افغان هنرمندان شامل دي چې د طالبانو له لوري پر موسیقۍ د لګېدلو بندیزونو له امله نور په افغانستان کې خپل هنري فعالیت نه شي ترسره کولی. اوس دوي په امریکا کې د کنسرتونو، کلتوري پروګرامونو او هنري غونډو له لارې افغان غزل، ولسي سندرې او دودیز سازونه لکه رباب، هارمونیه او طبله اوروي او د افغانستان د موسیقۍ بېلابېل رنګونه نندارچیانو ته وړاندې کوي.
د ډلې غړي وايي، چې د دوي کنسرتونه یوازې د موسیقۍ محفلونه نه دي، بلکې د افغانستان د تاریخ، ژبې، کلتور او کډوالۍ د تجربې یوه ژوندۍ کیسه هم بیانوي. د دوي په وینا، هره سندره د هغو خلکو د ژوند یوه برخه انځوروي چې خپل هېواد یې پرېښود، خو خپل فرهنګي هویت یې له ځانه سره راوړ.
د فانوس ډلې د «د افغانستان انګازې» په نوم هنري پروګرام کې دودیزې افغان نغمې له معاصرو موسیقۍ سره یوځای شوې دي. د ډلې په وینا، موخه یې دا ده چې ځوان افغانان، چې په بهرنیو هېوادونو کې لویېږي، د خپلې خاورې له موسیقۍ او فرهنګي ریښو سره اشنا پاتې شي او غیر افغان اورېدونکي هم د افغانستان د موسیقۍ له ښکلا سره بلد شي.
افغانستان د موسیقۍ اوږد او بډای تاریخ لري. د هېواد کلاسیکه او ولسي موسیقي د فارسي او پښتو شاعرۍ، سیمه ییزو نغمو او دودیزو سازونو پر بنسټ ولاړه ده، او رباب د افغانستان د ملي ساز په توګه ځانګړی ځای لري. خو په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ پر وړاندې محدودیتونو ګڼ شمېر سندرغاړي، غږوونکي او هنرمندان اړ کړل چې خپل هېواد پرېږدي او په اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې خپل هنري ژوند ته دوام ورکړي.
د کلتوري چارو پوهان وايي، چې د کډوالو ټولنو لپاره موسیقي یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې د هویت، حافظې او ګډ تاریخ د ساتلو یوه مهمه برخه هم ده. د دوي په باور، هغه ماشومان چې په مهاجرت کې لویېږي، د سندرو، شاعرۍ او دودیزو سازونو له لارې له خپلې ژبې، دودونو او تاریخي میراث سره ژوره اړیکه پیدا کوي.
همدا لامل دی چې د فانوس په څېر ډلې د افغان کډوالو په ټولنو کې یوازې هنري ارزښت نه لري، بلکې د کلتوري حافظې د ساتنې او د بېلابېلو نسلونو ترمنځ د اړیکې د ټینګولو مهم رول هم لوبوي. د دغو هنرمندانو لپاره هر کنسرت یوازې یو اجرا نه، بلکې د هغه هېواد د غږ، احساس او فرهنګ ژوندی ساتل دي چې زرګونه کیلومتره ترې لرې پاتې شوي دي.


شال نیوز