یوه نوې نړیواله علمي څېړنه ښيي چې د نړۍ ژبنی جوړښتونه په چټکۍ سره کمېږي او زرګونه کاله مخکې د انسانانو له خوا ویل کېدونکو ژبو په پرتله نن د ژبو شمېر په بې ساري ډول راټیټ شوی دی. څېړونکي وايي، چې د تاریخ په یوه پړاو کې ښیي په نړۍ کې له ۳۰ زرو څخه تر ۷۵ زرو پورې بېلابېلې ژبې موجودې وې، خو اوس شاوخوا اووه نیم زره ژبې پاتې دي او نږدې نیمایي یې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
دا څېړنه، چې ،د جولایۍ په ۳۱مه، د ساینس په علمي مجله کې خپره شوې، د ژبپوهنې، وګړپوهنې او ریاضيکي ماډلونو پر بنسټ شوې ده. څېړونکي وايي، چې د لرغونو امپراتوریو پراختیا، استعماري دورې، ښاري کېدل، کډوالي او د پیاوړو ژبو نفوذ هغه مهم عوامل دي چې د زرګونو کوچنیو ژبو د ورکېدو سبب شوي دي.
د ییل پوهنتون ژبپوهه پروفیسوره کلېر باورن، چې د څېړنې له مشرانو څخه ده، وايي ژبې یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د خلکو حافظه، دودونه، کیسې، سندرې، تاریخي تجربې او د نړۍ د درک ځانګړې زاویه هم له ځان سره لېږدوي. د هغې په وینا، د یوې ژبې له ورکېدو سره د انسانانو د ګډ فرهنګي میراث یوه نه جبرانېدونکې برخه هم له منځه ځي.
سره له دې چې دا څېړنه د پښتو په څېر د میلیونونو ویونکو لرونکې ژبې د ورکېدو وړاندوینه نه کوي، خو ژبپوهان باور لري چې د پښتو ګڼې سیمه ییزې لهجې، ولسي اصطلاحات، متلونه او شفاهي ادب د وخت په تېرېدو له جدي ننګونو سره مخ دي. په ځانګړي ډول هغه لهجې چې د کوچنیو سیمو، غرنیو کلیو او سرحدي ټولنو پورې تړاو لري، د کډوالۍ، ښاري ژوند، ټولنیزو رسنیو او د معیاري ژبې د پراخ استعمال له امله ورو ورو خپل ځانګړی رنګ له لاسه ورکوي.
د پښتو د یوسفزو، مومندو، وزیرستان، بنو، خټکو، اورکزیو، اپریدیو، شینوارو، سوات، چترال، کونړ، ننګرهار، کندهار او نورو سیمو ګڼې سیمه ییزې لهجې داسې ځانګړي لغتونه، متلونه او ولسي تعبیرونه لري چې په معیاري لیکلې پښتو کې نه موندل کېږي. ژبپوهان وايي، چې که دا ژبنی میراث ثبت او خوندي نه شي، راتلونکي نسلونه به د خپلې ژبې له یوې مهمې برخې بې برخې شي.
څېړونکي ټینګار کوي چې د مورنۍ ژبې بقا یوازې د ویونکو په شمېر نه تضمینېږي، بلکې په ښوونځیو کې تدریس، په رسنیو کې کارول، د کتابونو او قاموسونو چاپ، ډیجیټلي محتوا، غږیز او ویډیویي ارشیفونه او د مصنوعي ځیرکتیا په وسایلو کې د هغې حضور هم د ژبې د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.
کارپوهان وايي، چې که د پښتو سیمه ییزې لهجې، ولسي سندرې، متلونه، شفاهي کیسې او دودیز لغتونه همدا اوس راټول، ثبت او ډیجیټلي نه شي، ښیي د راتلونکو لسیزو په اوږدو کې یې ډېرې ځانګړتیاوې د تل لپاره ورکې شي. د دوي په وینا، د ژبې ساتنه یوازې د ژبپوهانو دنده نه ده، بلکې کورنۍ، ښوونځي، رسنۍ، لیکوالان او د ټکنالوژۍ شرکتونه ټول په دې برخه کې ګډ مسؤلیت لري.


شال نیوز