کرمه : د خیبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کونډي د څرګندو احکاماتو باوجود د کرمې ضلعې د نادرا دفترونه ،د اګست په لومړۍ، هم خلاص نه شول، چې له امله یې زرګونه خلک د شناختي کارډونو، ب فارمونو او نورو ضروري اسنادو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

په کرمه کې د نادرا اووه دفترونه له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې تړلي دي. د دفترونو د اوږدې بندۍ له امله هغه خلک تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي، چې نوي شناختي کارډونه، د ماشومانو ب فارمونه او نور ضروري اسناد ترلاسه کول غواړي.

 

د ګورنر هاوس د سرچینو په وینا، ګورنر فیصل کریم کونډي د نادرا دفترونو د پرله‌ پسې بندۍ سخت نوټس اخیستی و او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی و، چې دفترونه دې سمدستي خلاص کړل شي.

 

سرچینې وايي، چې د نادرا عمومي مشر هم ګورنر ته ډاډ ورکړی و چې د کرمې دفترونه به بېرته پرانیستل شي، خو د ګورنر له اعلان وروسته چې کله خلک دفترونو ته ورغلل، نو دروازې یې بیا هم تړلې وموندلې.

 

ځايي خلکو پر دې حالت سخته ناهیلي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د لوړپوړو چارواکو له احکاماتو سره سره د دفترونو نه پرانیستل د انتظاميې پر کمزورۍ او د خلکو د ستونزو پر نه حل کېدو دلالت کوي.

 

اېډوکېټ محمود علي توري شال نیوز ته وویل، چې د نادرا د کارکوونکو د احتجاج له امله د ضلعې اووه دفترونه له ۱۲ ورځو راهیسې تړلي دي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي وویل، چې د ډزو د یوې پېښې له امله د نادرا ټول دفترونه نږدې دوه اوونۍ تړلي ساتل له عامو خلکو سره ښکاره ناانصافي ده.

 

هغه زیاته کړه، چې خلک د شناختي کارډونو او نورو ضروري اسنادو لپاره هره ورځ دفترونو ته ورځي، خو تړلې دروازې ویني او بېرته ستنېږي. محمود علي توري خبرداری ورکړ، چې که د نادرا دفترونه زر خلاص نه کړل شي، نو د دې ستونزې د حل لپاره به عدالت ته مراجعه وکړي.

 

بلخوا د نادرا سرچینو ویلي، چې په منځنۍ کرمه کې د نادرا د یوې ډلې پر موټر د وسله‌ والو له برید وروسته کارکوونکو د احتجاج په توګه دفترونه تړلي دي. د سرچینو په وینا، په برید کې د نادرا موټر ته زیان رسېدلی و، خو کوم کس ته مرګ‌ ژوبله نه وه اوښتې.

 

ځايي خلکو له وفاقي حکومت، د خیبر پښتونخوا له ګورنر او د نادرا له چارواکو غوښتنه کړې ده، چې د کارکوونکو امنیت دې خوندي کړي او ټول دفترونه دې سمدستي خلاص کړي، څو خلک د شناختي کارډونو، ب فارمونو او نورو ضروري اسنادو له ترلاسه کولو بې برخې نه شي.