اسلام ‌اباد : د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وایي، چې د طالبانو د حکومت دا دریځ چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ ټي‌ پي) د پاکستان کورنۍ امنیتي ستونزه ده، ښيي چې د طالبانو حکومت د دغې ډلې پر ضد د عملي اقدام اراده نه لري.

 

دراني ،د جولایۍ په ۳۱مه، په ایکس کې لیکلي دي، چې دا دریځ د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نه دی بدل شوی او همدې موضوع د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د باثباته او باور وړ اړیکو د رامنځته کېدو فرصتونه زیانمن کړي دي.


 



هغه زیاته کړې، چې د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین له لوري د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې هم تر اوسه کومه څرګنده او عملي پایله نه ده لرلې.

 

د نوموړي په وینا، د طالبانو اوسنی سیاست ښيي چې د ټي‌ ټي‌ پي سره د اړیکو ساتل د پاکستان د امنیتي اندېښنو تر لرې کولو ورته لومړیتوب لري، سره له دې چې خپله د طالبانو حکومت له ګڼو کورنیو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی.

 

دراني خبرداری ورکړی دی چې که د پاکستان امنیتي اندېښنې له پامه وغورځول شي او پر طالبانو کورني فشارونه نور هم زیات شي، نو دا به نه یوازې د افغانستان او پاکستان اړیکې لا ترینګلې کړي، بلکې د سیمې پر امنیت او ثبات به هم منفي اغېز وکړي.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو حکومت تورنوي چې د ټي‌ ټي‌ پي غړو ته په افغانستان کې پناه ځایونه او اسانتیاوې برابروي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې لا هم ترینګلې دي. پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ټي‌ ټي‌ پي د ګواښ په تړاو څو ځله د افغانستان دننه پوځي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې افغان چارواکو او سیمه‌ ییزو سرچینو ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

 

پاکستان بیا ویلي دي، چې عملیات یې د هغو وسله‌ والو پر ضد ترسره کړي چې د دوي په وینا، له افغان خاورې فعالیت کوي.