کابل : د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو مهالوېش او لوبډله اعلان کړې ده. د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دا پنځه پنځوس اوریزې سیالۍ به د اګست له پنځمې تر پنځلسمې پورې په ایرلنډ کې ترسره شي.
د مهالوېش له مخې، لومړۍ او دویمه سیالي به د اګست په پنځمه او اوومه د بریډي کرکټ په میدان کې وشي، په داسې حال کې چې درېیمه، څلورمه او پنځمه سیالي به د اګست په لسمه، دولسمه او پنځلسمه د بلفاسټ په سټورمونټ میدان کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، چې رحمت شاه زرمتی به په دې سیریز کې د ملي لوبډلې مشري کوي. محمد نبي ته په دې سیریز کې دمه ورکړل شوې، خو فضل الحق فاروقي او یمین احمدزي بېرته لوبډلې ته ستانه شوي دي. حشمت الله شهیدي به د توپ وهونکي په توګه له لوبډلې سره وي.
د افغانستان په پنځلس کسیزه لوبډله کې رحمت شاه زرمتی، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، حشمت الله شهیدي، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیالی خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیاالرحمن شریفي شامل دي. قیس احمد، بلال سمیع، فرید ملک او بشیر احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله د سیالیو تر پیلېدو وړاندې په ایرلنډ کې روزنیز کمپ هم ولګوي.
د سیالیو بشپړ مهالوېش:
لومړۍ سیالي: د اګست پنځمه، بریډي
دویمه سیالي: د اګست اوومه، بریډي
درېیمه سیالي: د اګست لسمه، سټورمونټ ـ بلفاسټ
څلورمه سیالي: د اګست دولسمه، سټورمونټ ـ بلفاسټ
پنځمه سیالي: د اګست پنځلسمه، سټورمونټ ـ بلفاسټ


شال نیوز