کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز او د افغانستان ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وايي، چې د دوي جبهه د کوم بهرني هېواد یا سیاسي جریان له خوا جوړه شوې ډله نه ده، بلکې د افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي ګټو لپاره مبارزه کوي.

 

یاسین ضیا ،د اګست په لومړۍ، په یو خپاره شوي غږیز پیغام کې له بهرنیو هېوادونو او لویو قدرتونو سره د افغانستان ازادۍ جبهې هر ډول تړاو رد کړی او ویلي یې دي چې د دوي مبارزه د اسلام، ملي ګټو، عزت، خپلواکۍ او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ ولاړه ده.

 

هغه وویل: «موږ د هېڅ هېواد ګوډاګیان او مزدوران نه یو چې د هغوي په امر عمل وکړو، او نه هم د چا له خوا رامنځته شوې نیابتي ډله یو. موږ د دې خاورې د هغو ازادي غوښتونکو بچیانو مجموعه یو چې د عزت، ناموس، اسلام، خپلواکۍ او ملي ګټو لپاره ولاړ یو.»

 

ضیا د تېر جمهوري نظام پر ځینو هغو سیاسي څېرو هم نیوکې وکړې چې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ازادۍ جبهه په هېڅ بهرني سیاسي جریان یا شخصیت پورې تړلې نه ده او هېڅوک حق نه لري چې د دې جبهې لپاره پرېکړې وکړي.

 

نوموړي زیاته کړه: «تاسو پخپله د افغانستان د اوسنیو ستونزو یوه برخه یاست. اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپله لاره او صف معلوم کړئ. دا نه کېږي چې شپې له طالبانو پیسې واخلئ او ورځ موږ ته د ازادۍ درس راکړئ.»

 

یاسین ضیا وویل، چې د افغانستان ازادۍ جبهه به خپلې مبارزې ته د ولس د ارادې، ملي ګټو او خپلواکۍ پر بنسټ دوام ورکړي او د بهرنیو قدرتونو او سیاسي جریانونو هر ډول فرمایشي لارښوونې به رد کړي.

 

طالبانو تر اوسه د یاسین ضیا د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.