کابل : د تمدن خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر ،محمد رحمتي، او د دغې رسنۍ کارکوونکی ،محمد رضا احساني، د اګست په لومړۍ، له بند څخه خوشي شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، یاد خبریالان د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې نیول شوي وو او د کورنیو چارو وزیر سراج ‌الدین حقاني په لارښوونه د کابل له زندان څخه ازاد شول.

 

د یادونې ده، چې د چنګاښ په دویمه د تمدن ټلوېزیون پر مرکزي دفتر هم عملیات شوي وو او د دغې رسنۍ نشرات درول شوي وو.