رزمک : د پاکستان پوځ وايي، چې د شمالي وزيرستان د رزمک په سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (یي اېس پي ار) په وینا، د اګست په لومړۍ ترسره شوي عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې چې پکې پنځه وسله وال وژل شوي دي. پوځ وايي، له وژل شويو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ایي اېس پي ار وايي، چې د نښتې پر مهال ميجر حافظ احسان الهي، چې د پنجاب د ميانوالۍ اوسېدونکی و، وژل شوی دی. د پوځ په وينا، نوموړي د عملياتو مشري کوله او د جګړې پر مهال يې له خپلو سرتېرو سره يو ځای برخه اخيستې وه.
امنیتي سرچينې وايي، چې په دې نښته کې سپاهي ذيشان هم ټپي شوی او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی. د هغه د روغتيايي حالت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
پوځ وايي، چې په سيمه کې د پاتې وسله والو پر ضد د لټون عمليات روان دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې نښتې مسؤليت نه دی منلی او خپلواکو سرچينو هم د پوځ د دعوو خپلواک تاييد نه دی کړی.


شال نیوز