کابل : د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو د اوړي رخصتۍ نن، د ۲۰۲۶م کال د اګست پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې او سبا، د اګست پر ۲مه نېټه، به درسي بهیر بېرته پېل شي.

 

د وزارت د خبرتیا له مخې، په دغو سیمو کې به د دیني مدرسو ترڅنګ په ټولو سرکاري او شخصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې درسونه په عادي ډول دوام وکړي.

 

د پوهنې وزارت له ښوونیزو ادارو، مسوولینو، استادانو، ښوونکو، زده ‌کوونکو او والدینو غوښتي، چې د درسي بهیر د منظم پېل لپاره لازم تیاری ونیسي.

 

وزارت همداراز د ښوونیز بهیر پر نظم، انضباط او د زده ‌کړو پر کیفیت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د زده‌ کوونکو د زده‌ کړې د پرمختګ لپاره دې هڅې نورې هم زیاتې شي.