اسلام اباد : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي دي، چې په پاکستان کې د نړیوالې هاکۍ بېرته پېلېدل د خوشحالۍ خبره ده او له دې سره به نه یوازې د هېواد ملي لوبه وده وکړي، بلکې په نړۍ کې به د پاکستان مثبت انځور هم وړاندې شي.

 

نوموړي دا خبرې ،د اګست په لومړۍ، د اسلام اباد په نصیر بنده هاکۍ سټېډیم کې د پاکستان او سویلي کوریا ترمنځ د نړیوال ټېسټ سیالۍ له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته کړې دي. په دغه سیالۍ کې پاکستان سویلي کوریا ته ماتې ورکړه. ګورنر فیصل کریم کونډي د سیالۍ د انعامونو د وېش په دستوره کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی و.

 

په دې موقع د صوبو ترمنځ د رابطو د وزارت سېکرټري ډاکټر محی ‌الدین واني، د پاکستان هاکۍ فېډرېشن چارواکي، د لوبو اړوند کسان او ګڼ شمېر نندارچیان هم موجود وو. ګورنر وویل، چې هاکي د پاکستان ملي لوبه ده او د دې لوبې د پخواني برم او روښانه تاریخ بېرته راژوندي کول د وخت مهمه اړتیا ده.

 

د هغه په وینا، پاکستان ته د نړیوالو لوبډلو راتګ ښيي چې په هېواد کې د لوبو لپاره مناسب چاپېریال موجود دی او پاکستان یو ځل بیا د نړیوالو لوبو د کوربه‌ توب پر لور روان دی. فیصل کریم کونډي د پاکستاني لوبغاړو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ځوانو لوبغاړو ته باید عصري اسانتیاوې، ښه روزنه او په نړیوالو سیالیو کې د ګډون زیات فرصتونه ورکړل شي.

 

نوموړي وویل، چې د مناسبې روزنې، پیاوړي پلان او نړیوالو سیالیو له لارې پاکستان یو ځل بیا په نړیواله هاکۍ کې خپل پخوانی مقام ترلاسه کولی شي.