سوات : اولسي ایکشن کمېټۍ دعوه کړې ده چې پولیسو د دې کمېټۍ د مرکزي مشر غیرت خان یوسفزي پر کور چاپه وهلې او د هغه د نیولو هڅه یې کړې ده. دا کارروایي په داسې وخت کې شوې چې سوات اولسي پاڅون د امن د خراب وضعیت پر ضد نن ،د اګست په ۲مه، په کبل چوک کې احتجاج اعلان کړی دی.
کمېټۍ ،د اګست په لومړۍ، په یوه بیړنۍ اعلامیه کې د غیرت خان یوسفزي پر کور د پولیسو چاپه غندلې او ویلي یې دي، چې که دا کارروایي د احتجاج او امن لپاره د غږ پورته کولو له امله کېږي، نو دا د خلکو د ائیني حقونو خلاف عمل دی.
د سوات اولسي پاڅون په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو بیانونو کې دعوه کړې ده چې پولیسو د دوی د ملګري جواد خان پر کور هم چاپه وهلې ده. د پاڅون په وینا، جواد خان په کور کې نه و، خو پولیسو یې پلار او ورور له ځان سره بیولي دي.
دغه تنظیم دا هم وايي چې د سوات د پولیسو مشر په وینا افتاب خان له خپل کوره نیول شوی او د بر سوات د اولسي پاڅون د مشر عجب خان توریالي پر کور هم پولیس د هغه د نیولو لپاره ورغلي وو. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې عجب خان توریالی نیول شوی که نه.
اولسي ایکشن کمېټۍ ویلي دي، چې د خلکو د حقونو، انصاف او امن لپاره یې هلې ځلې سوله ییزې او ائیني دي او د فشار، ګواښونو او نیونو له لارې د خلکو غږ نه شي غلی کېدی. کمېټۍ له حکومت او اړوندو ادارو غوښتي دي چې د غیرت خان یوسفزي او نورو فعالانو پر ضد کارروایۍ ودروي او د خلکو د احتجاج حق ته درناوی وکړي.
سوات اولسي پاڅون نن د ماسپښین په څلور بجې په کبل چوک کې د احتجاج اعلان کړی دی. تنظیموونکي وايي، چې دا احتجاج د سوات د امن د خراب وضعیت، وروستیو امنیتي پېښو او په شلخو سر سیمه کې د تېرې ورځې د برید پر ضد کېږي. په هغه برید کې یو پولیس سرتېری او د امن کمېټۍ غړي وژل شوي وو.
بل لور ته، ضلعي انتظامیې او سوات پولیسو ویلي دي چې د کبل چوک احتجاج لپاره اجازه نه ده اخیستل شوې او نه یې د اجازت نامې لپاره درخواست ورکړل شوی دی. چارواکو احتجاج غیرقانوني بللی، له خلکو یې پکې د ګډون نه کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې د قانون د سرغړونې په صورت کې به کارروایي کوي.
سوات پولیسو تر اوسه د اولسي ایکشن کمېټۍ د ټولو مشرانو پر کورونو د چاپو او نیول شوو کسانو د شمېر په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی؛ نو ځکه د نیونو اړوند ځینې معلومات لا یوازې د اولسي پاڅون او ایکشن کمېټۍ دعوې دي.


عصمت علي اخون