لکي مروت : د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ،د اګست په ۲مه، د قانون سازې اسمبلۍ د کډوالو د حلقې «اېل ای ۴۵، کشمیر ویلي ۶» ټاکنو لپاره په لکي مروت کي داسې ښځینه پولینګ سټېشن جوړ شوی دی چې یوازې یوه ووټره پکي رجسټر ده.
الیکشن کمېشن د دې یوازینۍ ووټرې لپاره ښځینه انتخابي عمله ګمارلې او د رایې اچولو صندوق او نور ضروري انتظامات یې برابر کړي وو. دغه یوازینۍ رجسټر شوې ووټره د به په یاد پولینګ اسټیشن کې رای اچوي.
په دې انتخابي حلقه کي اووه امیدواران یو د بل پر وړاندې ولاړ دي.


غلام اکبر مروت