اسلام‌ اباد : د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو ادارې «پيکس» په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي دي، چې د ۲۰۲۶م کال په جولایۍ کې په وسله‌والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ژوبل شوي دي.

ادارې ،د اګست په لړمرۍ، ویلي دي، چې جولایۍ د روان کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه. د وژل شویو کسانو په مجموعي شمېر کې ۱۱۲ امنیتي سرتېري، ۴۰۱ مشکوک وسله‌ وال، ۷۴ عام وګړي او د امن کمېټو ۱۹ غړي شامل دي. په دې حساب د عامو وګړو او امن کمېټو د غړو ګډه شمېره ۹۳ ته رسېږي.

د راپور له مخې، د جولایۍ په میاشت کې د امنیتي سرتېرو مرګ‌ ژوبله د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ وروسته تر ټولو لوړه وه. د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې ۱۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي وو، چې شاوخوا ۱۰۲ پکې د پېښور پولیس لاینز په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

«پيکس» وايي، چې په یوه میاشت کي د ۴۰۱ مشکوکو وسله‌ والو وژل کېدل هم د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړه شمېره ده. اداره وايي، چې دا زیاتوالی هم د وسله‌ والو بریدونو د ډېرېدو او هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو له امله راغلی دی.

د جولایۍ په ۲۳۲ ژوبلو کسانو کې ۱۰۱ امنیتي سرتېري، ۱۰۳ عام وګړي، د امن کمېټو ۱۴ غړي او ۱۴ مشکوک وسله‌ وال شامل دي.

د جون په پرتله د امنیتي سرتېرو د وژل کېدو شمېره ۱۹۵ فیصده زیاته شوې ده. په جون کې ۳۸ امنیتي سرتېري وژل شوي وو، خو په جولاۍ کې دغه شمېر ۱۱۲ ته ورسېد. د مشکوکو وسله‌ والو د وژل کېدو شمېره هم له ۱۹۲ څخه ۴۰۱ ته لوړه شوې، چې ۱۰۹ فیصده زیاتوالی ښيي.

په جون کې ۶۱ عام وګړي وژل شوي وو، خو په جولایۍ کې دغه شمېر ۷۴ ته ورسېد. دا د عامو وګړو په مرګ‌ ژوبله کي ۲۱ فیصده زیاتوالی دی.

د «پيکس» د معلوماتو له مخې، په جولاۍ کې لږ تر لږه اته ځانمرګي بریدونه شوي، چې پنځه پکې د بارودو ډکو ګاډو په وسیله ترسره شوي دي. اداره وايي، چې په یوه میاشت کې د ځانمرګو بریدونو دا شمېر هم په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ دی.

په همدې موده کې د تښتونو پېښې هم دوه چنده شوې دي. په جون کې د ۳۳ کسانو د تښتولو پېښې ثبت شوې وې، خو په جولایۍ کې دغه شمېر ۶۶ ته رسېدلی دی.

تر ټولو زیاتې وژنې په بلوچستان کي شوې دي. هلته په جولایۍ کې ۳۷۲ کسان وژل شوي، حال دا چې په جون کې دغه شمېر ۱۰۹ و. په دې حساب بلوچستان کي د وژنو مجموعي شمېر ۲۴۱ فیصده زیات شوی دی.

په بلوچستان کې د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر له شپږو څخه ۶۲ ته، د شکمنو وسله‌ والو شمېر له ۷۵ څخه ۲۳۸ ته او د عامو وګړو شمېر له ۲۸ څخه ۵۴ ته لوړ شوی دی. په صوبه کې د امن کمېټو ۱۸ غړي هم وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې، له ورګډو ضلعو پرته، په جولایۍ کې ۱۵۴ کسان وژل شوي دي. په جون کې دغه شمېر ۷۵ و، چې ۱۰۵ فیصده زیاتوالی ښيي. د ژوبلو کسانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۹۸ ته لوړ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د امنیتي سرتېرو د وژل کېدو شمېر له ۱۲ څخه ۳۸ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د مشکوکو وسله‌ والو شمېر له ۳۷ څخه ۱۰۸ ته لوړ شوی دی. خو د عامو وګړو د وژل کېدو شمېره له ۲۶ څخه اوو ته راکمه شوې ده. په دې سیمو کې د امن کمېټۍ یو غړی هم وژل شوی دی.

په ورګډو ضلعو کې بیا د مجموعي وژنو په شمېر کې لږ کمی راغلی دی. هلته په جون کې ۸۵ کسان وژل شوي وو، خو په جولایۍ کې دغه شمېر ۷۹ ته راکم شوی دی. د ژوبلو کسانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۳۸ ته ټیټ شوی دی.

خو په ورګډو ضلعو کې د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر له شپږو څخه ۱۱ ته او د عامو وګړو شمېر له اوو څخه ۱۳ ته لوړ شوی دی. د وژل شویو مشکوکو وسله‌ والو شمېر بیا له ۷۲ څخه ۵۵ ته راکم شوی دی.

په سندهـ کې دوه وسله‌ وال بریدونه ثبت شوي، چې یو امنیتي سرتېری پکې وژل شوی دی. امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې شپږ مشکوک وسله‌ وال هم نیولي دي. په جون کې په سندهـ کې ۱۲ کسان وژل شوي وو.

د ادارې په وینا، په پنجاب، اسلام‌ اباد، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان کې د جولایۍ پر مهال کومه وسله‌ واله پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په پنجاب کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسله‌ وال نیول شوي دي.

«پيکس» وايي، چې د ۲۰۲۶م کال په لومړیو اوو میاشتو کې په پاکستان کې د وسله‌ والو بریدونو او امنیتي عملیاتو له امله ټول ۲۷۸۶ کسان وژل شوي دي. په دغو کسانو کې ۱۸۵۷ مشکوک وسله‌ وال، ۴۶۳ عام وګړي، ۴۳۴ امنیتي سرتسري او د امن کمېټو ۳۲ غړي شامل دي.

د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې هره میاشت په اوسط ډول ۵۶ امنیتي سرتېري وژل کېدل، خو په روان کال کې دا شمېره ۶۲ ته لوړه شوې ده. د عامو وګړو میاشتنی اوسط له ۴۸ څخه ۶۶ ته او د مشکوکو وسله‌ والو میاشتنی اوسط له ۱۷۸ څخه ۲۶۵ ته رسېدلی دی.

دا شمېرې د رسنیو، سرکاري بیانونو او د امنیتي پېښو او عملیاتو د موجودو راپورونو پر بنسټ راټولې شوې دي. د پاکستان وفاقي حکومت تر اوسه د جولایۍ د ټولو ۶۰۶ وژنو جلا او تفصیلي سرکاري پخلی نه دی کړی. د وسله‌ والو د وژل کېدو شمېرې زیاتره د امنیتي ادارو له بیانونو اخیستل شوې دي او په خپلواکه توګه یې د ټولو پېښو تصدیق ممکن نه دی.