پېښور : د پېښور د پیر زکوړي پل سره نزدې ،د اګست په ۲مه، د پولیسو پر موبایل ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاودنه شوې، چې پکښې دوه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د لومړي راپور او د ژوبلو د فهرست له مخې، په ژوبلو سرتېرو کي یوسف او صمد علي شامل دي. دواړه سرتېري د پېښې سمدستي وروسته روغتون ته رسول شوي او حالت یې د خطرې نه بهر ښودل شوی دی.

 

له پېښې د ترلاسه شویو عکسونو له مخې، د چاودنې په نتیجه کي د پولیسو د ګاډي مخکینۍ برخه سخته زیانمنه شوې، ښیښه یې ماته او ټوټې یې پر سړک خپرې شوې دي.

 

د چاودنې خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو او پولیسو ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې. پولیسو سیمه په خپله ولکه کي اخیستې او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

 

د پيښي ذمه واری د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې منلې ده.