پورټ اف سپېن : د پاکستان بېټسمېن شان مسعود د ژوبلېدو له امله د وېسټ انډیز پر ضد په دویم او وروستي ټېسټ سیالۍ کې برخه نه اخلي. د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د هغه د چپ لاس د شهادت ګوته ماته شوې ده.
شان مسعود ته د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړي ټېسټ میچ کې د جېډن سیلز بال په ګوته لګېدلی و. وروسته د سکین او طبي معایناتو له لارې معلومه شوه چې ګوته یې ماته شوې ده.
نوموړي په لومړي اننګز کې ۱۰۹ منډې جوړې کړې وې، خو د ژوبلېدو له امله یې په دویم اننګز کې په اتم نمبر بېټنګ وکړ او یوازې درې منډې یې جوړې کړې. پاکستان د ۲۱۱ منډو د هدف په ځواب کې په ۱۲۰ منډو وسوځېد او لوبه یې په ۹۰ منډو وبایله.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې شان مسعود دا مهال د لوبډلې د طبي ډلې تر څارنې لاندې علاج کوي او په وېسټ انډیز کې به له لوبډلې سره پاتې وي.
د پاکستان او وېسټ انډیز ترمنځ دویم او وروستی ټېسټ د اګست له ۲مې تر ۶مې نېټې د پورټ اف سپېن په کوینز پارک اوول میدان کې کېږي. وېسټ انډیز په دوه میچونو مشتمل سیریز کي یو ـ صفر مخکې دی.
پاکستان به د اګست پر ۱۹مه په لیډز کې د انګلستان پر ضد خپل لومړی ټېسټ پېلوي. په دغه میچ کې د شان مسعود ګډون به د هغه د روغتیا او راتلونکو طبي معایناتو له نتیجې وروسته معلومېږي.


شال نیوز