د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړي جنرال او د متحدې جبهې مشر ،سمیع سادات، له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو غوښتي دي چې د طالبانو پر ضد یې د جبهې سیاسي ملاتړ وکړي.

 

نوموړي دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې متحدې جبهې په کندهار کې د خپلو وسله ‌والو فعالیتونو د پېل اعلان وکړ او دعوه یې وکړه چې ،د جولایۍ په ۳۰مه، یې د کندهار او سپین بولدک ترمنځ پر طالبانو برید کړی دی.

 

سمیع سادات ،د اګست په لومړۍ، په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د هغه جبهه یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او هغو نورو وسله ‌والو ډلو سره هم جنګېږي چې د ده په وینا، په افغانستان کې موجودې دي.

 

هغه له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د ۲۰۰۱م کال له ملاتړ څخه مننه وکړه، خو ویې ویل چې جبهه یې اوس بهرنیو سرتېرو یا پوځي مرکزونو ته اړتیا نه لري. سادات وویل: «موږ ستاسو سرتېري نه غواړو او نه په خپل هېواد کې ستاسو مرکزونه غواړو. موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو په دې پړاو کې ستاسو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرو.»

 

نوموړي زیاته کړه، چې جبهه یې د طالبانو ترڅنګ د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌ والو ډلو پر ضد هم جګړه کوي، نو ځکه باید نړیواله ټولنه ترې ملاتړ وکړي.

 

سادات وویل، چې د جګړې پر مهال به نړیوال قوانین په پام کې نیسي، خو د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره به له کوم بل هېواد څخه اجازه نه غواړي. هغه وویل: «موږ یوازې خپله ازادي غواړو او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د تاریخ پر سم اړخ ودرېږي.»

 

د متحدې جبهې مشر دا غوښتنه هم وکړه چې له طالبانو سره د خبرو هڅې دې ختمې او دا بهیر دې ناکام وبلل شي. د هغه په وینا، د جبهې جګړه د افغانستان د ازادۍ لپاره ده. نوموړي د افغانستان دننه او بهر پر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې له متحدې جبهې سره یوځای شي او د درې رنګه بېرغ لاندې د افغانستان د راتلونکې لپاره مبارزه وکړي.

 

سادات د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پیغام کې وویل، چې جبهه یې غواړي افغانستان د طالبانو له واکمنۍ ازاد کړي، خو ګاونډیو هېوادونو ته د ستونزو جوړولو اراده نه لري. هغه وویل: «موږ خپل راتلونکی له خپلو ګاونډیانو سره یوځای وینو. موږ ستاسو پر ضد نه یو؛ طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي.»

 

سمیع سادات افغانانو ته وویل چې د جګړې هدف طالبان دي او دعوه یې وکړه چې د جبهې غړي به د عامو خلکو د خوندي ساتلو هڅه کوي. نوموړي د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه وویل، چې که جبهه یې بریالۍ شي، لویه جرګه به راوغواړي او واک به ښځینه او نارینه مشرانو ته وسپاري، څو د نوي حکومت لپاره تګلاره جوړه کړي. د هغه په وینا، په دغه بهیر کې به د افغانستان د ټولو قامونو، ښځو او نارینوو د ګډون هڅه کېږي.

 

د افغانستان متحده جبهه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په میاشت کې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ په امریکا کې جوړه شوې وه. دې جبهې تر دې وړاندې زیاتره سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پر ضد یې د یوه وسله‌ وال برید دعوه کړې ده.

 

د متحدې جبهې د کندهار ـ سپین بولدک پر لاره د برید دعوه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.