بادغیس : د افغانستان د بادغیس ولایت د مرکز قلعه ‌نو ښار په «شب باشک» سیمه کې ،د اګست په ۲مه، د یوه برقي «ایکوا» موټر او موټرسایکل د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي دي.

 

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه د موټرچلوونکي د بې‌ احتیاطۍ او لوړ سرعت له امله رامنځته شوې ده. چارواکي وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.