کبل : د سوات په کبل چوک کې د کبل پولیس تاڼې د مرکزي دروازې مخې ته ،د اګست په ۲مه، په ځانمرګي برید کې د پنځه پولیس سرتېرو په ګډون لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او د ژوبلو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

 

د کبل اسسټنټ کمشنر په لومړني بیان کې ویلي وو چې پنځه پولیس سرتېري وژل شوي او لس کسان ژوبل دي، خو په تازه معلوماتو کې د وژل شویو شمېر څوارلس او د ژوبلو شمېر پینځلس ته لوړ ښودل شوی دی.

 

د سوات پولیسو ډي پي او په خپل وروستي بیان کې ویلي وو، چې په برید کې پینځه پولیس سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د ټپیانو د ډلې د پینځه کسانو وضیعت حساس دی.

 

وروستو ریسکیو ۱۱۲۲ سوات، د سیدو مرکزي روغتون او د کبل روغتون د چارواکو له قوله د پینځه نورو مړو پخلي وکړل چې دې سره د وژل شویو شمېر څوارلس ته لوړ شو. ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې پینځلس نور ټپیان یې بیلابیلو روغتونو ته لېږدولي دي.





د شال نیوز خبریال ،عصمت علي اخون، چې د پېښې په ځای کې موجود و، په لومړۍ شیبو کې لږ تر لږه د څلورو مړو جسدونه لیدلي وو، چې په وروستیو رسمي معلوماتو کې د څوارلس کسانو د وژنې پخلی شوی دی. 

 

د نوموړي په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې ګڼ ټپیان پراته وو او ژغورونکو یو شمېر ټپیان روغتون ته ولېږدول، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو پښو د سیمې پرېښودو هڅه کوله.

 

یاده چاودنه هغه مهال وشوه چې له پولیس تاڼې سره نږدې د امن لپاره د اولسي پاڅون احتجاج روان و او د پاڅون مشر غیرت خان ګډونوالو ته اختتامي وینا کوله.

 

د ملاکنډ د پولیسو سیمه ‌ییز مشر، سید فدا حسن شاه، وايي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل د پولیسو کمپاونډ ته ننوځي، خو د دروازې پر امنیت ولاړو پولیس سرتېرو یې مخه ونیوله. د هغه په وینا، بریدګر د مرکزي دروازې مخې ته چاودنه وکړه.

 

نوموړي ویلي دي، چې په دغه کمپاونډ کې د کبل پولیس تاڼه، د کبل پولیس لاین، د ولسي اسانتیا مرکز او نور دولتي دفترونه هم شته.

 

پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

 

د برید مسولیت د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې منلی دی.