کابل : د طالبانو ویاند ،ذبیح‌ الله مجاهد، د اګست په ۲مه، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لوړپوړي جنرال او د متحدې جبهې د مشر ،سمیع سادات، له‌ خوا د پوځي عملیاتو د پېل اعلان رد کړی او ویلي یې دي چې دغه ډول مخالفې ډلې له هېواده بهر شته، خو په افغانستان کي عملي او پوځي حضور نه لري.

 

مجاهد وویل: «شک نشته چې دا ډول ډلې په ظاهري ډول شته؛ کمپونه لري، استخباراتي ادارې پیسې ورکوي، له هېواده بهر ناستې دي او ځانونه بېلابېلو جاسوسي کړیو ته پلوري.»

 

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ډلې پخوا د لویو بانډونو په بڼه فعالې وې او له قامي، ژبنیو، مذهبي او نژادي اختلافونو څخه یې ناوړه ګټه اخیسته. د هغه په وینا، اوس همدا ډلې له افغانستانه بهر د نویو نومونو لاندې هڅه کوي چې هېواد ناامنه کړي او یا یې ناامنه وښيي.

 

مجاهد وویل، چې د دغو ډلو اوسني فعالیتونه یوازې «تر ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتو» محدود دي. هغه زیاته کړه: «په حقیقت او عملي ډول له دغو ډلو څخه هېڅ یوه په افغانستان کي شتون نه لري. نه کومه نوې جبهه دلته شته او نه هم کومه ډله عملي حضور لري.»

 

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د آګست پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پېل کړي دي. جبهې ویلي دي چې سمیع سادات خپلو ځواکونو ته د عملیاتو امر کړی، خو د دې دعوې خپلواکه پخلی تر اوسه نه دی شوی.