نیویارک : د درملو امریکايي کمپنۍ ،فایزر، وایي چې د ویټیلایګو، یعنې برص یا د پوستکي د سپینو داغونو د عام مرض، لپاره د خولې دوا «لېټفولو» په دوو د دریم پړاو طبي ازمویښتونو کي ښه نتیجه ښودلې ده.
کمپنۍ وایي، چې د ۵۲ اوونیو علاج وروستو، د دوا اخيستونکو کسانو کې د بې اغېزې دوا، یا پلاسیبو، په نسبت زیاتو ناروغانو ښه والی لیدلی دی. د دغو ناروغانو د مخ په سپینو داغونو کې لږ تر لږه ۷۵ فیصده او د بدن په داغونو کي لږ تر لږه ۵۰ فیصده رنګ بېرته راغلی دی.
په دواړو ازمویښتونو کې د نړۍ په ۲۷۱ طبي مرکزونو کې ټول ۲،۱۷۴ کسان شامل وو. په یو ازمویښت کې د ۱۲ کالو او له دې زیات عمر کسان هم وو، خو په بل کي صرف بالغان شامل وو.
ویټیلایګو د بدن د دفاعي نظام مرض دی. په دې کې د بدن دفاعي نظام د پوستکي د رنګ جوړوونکو حجرو خلاف کار شروع کړي او له دې وجې پر پوستکي سپین داغونه راشي.
فایزر وایي، په دغو ازمویښتونو کې د دوا د حفاظت په اړه کومه نوې لويه مسئله مخې ته نه ده راغلې، خو د څېړنې مکمل طبي معلومات به وروسته په یو طبي کانفرنس کي وړاندې کوي.
لېټفولو لا د ویټیلایګو لپاره منظوره دوا نه ده. دا دوا اوس د ویښتانو د تویېدو د یو جدي مرض لپاره منظوره ده، خو فایزر وایي د سپینو داغونو لپاره به یې د منظورۍ درخواست د درملو ادارو ته وسپاري.
نو دا د سپینو داغونو لپاره د پخې منظورې دوا خبر نه دی، بلکې د ازمویښتونو د مثبتو نتیجو خبر دی. ناروغان دې دا دوا د پوستکي د ډاکټر له سلا پرته په خپل سر نه اخلي.


شال نیوز