کابل / لاهور : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلانو د ځورونې، نیولو او د تحصیلي ویزو د نه غځېدو په اړه اندېښنه او خواشیني ښودلې ده.

 

حامد کرزي ،د اکست په ۲مه، پر خپلې فېسبوک پاڼې د پاکستان له حکومتي او علمي ادارو غوښتي چې د افغان محصلانو تعلیمي او علمي ژوند له روانو سیاسي معاملو او خپلمنځي اختلافونو جلا وساتي.


 



نوموړي ویلي، افغان ځوانان پاکستان ته یوازې د علم او زده کړو لپاره تللي دي، نو باید ورسره د نړیوالو اکاډمیکو اصولو او بشري معیارونو له مخې مناسب چلند وشي.

 

کرزي له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د افغان محصلانو د ویزو د غځولو او قانوني استوګنې ستونزې ژر حل کړي، څو هغوی په ډاډمن چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې چې د افغان محصلانو ټولنې په لاهور کې د کېنګ اېډورډ طبي پوهنتون له هغو افغان محصلانو، ډاکټرانو او د لیلیې اوسېدونکو د خونې خالي کولو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې ده چې ویزې یې نه دي غځول شوې.

 

د ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پرېکړې ناڅاپي عملي کېدل افغان محصلانو ته جدي بشري او ښوونیزې ستونزې جوړولای شي.

 

د افغان محصلانو ټولنه وايي، ډېر محصلان د جګړو، بې‌ځایه کېدو او په افغانستان کې د زده کړو د محدودو فرصتونو له امله پاکستان ته د لوړو زده کړو لپاره تللي، خو اوس د ویزو او استوګنې د ستونزو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.