پېښور : پاکستان ټوبیکو بورډ وايي، چې د بورډ د چيئرمېن په لارښوونه د ګورنر د پلټنې ډلې په صوابۍ ضلع کې د تمباکو د ناقانونه سوداګرۍ او د تمباکو د بازارموندنې د اصولو د سرغړونو پر ضد عملیات کړي دي.

 

د بورډ له خوا ،د اګست په ۲مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسسټنټ کمشنر رزړ صبیحې هستم، ډویلپمنټ افسر حماد حسین او ډویلپمنټ افسر وسیم اکرم په ګډون ډلې د چارباغ او یارحسین په سیمو کې د تمباکو د اخیستو مرکزونه او ګودامونه وکتل.

 

خبرپاڼه وایي، په روشن پورہ کې د پاکستان ټوبیکو کمپنۍ او په چارباغ کې د فلپ مورس پاکستان د تمباکو اخیستو مرکزونو د ریکارډ، انتظاماتو او له کروندګرو سره د چلند کتنه وشوه، چې د بورډ په وینا حالت یې د ډاډ وړ و.

 

د خېبر ټوبیکو کمپنۍ د جورو، یارحسین مرکز ته هم د تفتیش ډلې ورغلې وه. بورډ د کمپنۍ انتظامیې ته ویلي چې د تېر کال د تمباکو کروندګرو ټول پاتې پیسې دې سمدستي ورکړي او د روان فصل لپاره دې د خپل ټاکلي کوټې مطابق د تمباکو اخیستل بې له ځنډه پیل کړي.

 

پاکستان ټوبیکو بورډ زیاتوي چې د فالکن ټوبیکو کمپنۍ د یارحسین او ملک‌آباد ډپوګانو د تمباکو اخیستو ریکارډ، معاهدې او نور اسناد هم وکتل شول. د بورډ په وینا، په ریکارډ کې د اصولو سرغړونې او بې‌قاعدګۍ مخې ته راغلې، نو ځکه یاد ریکارډ د نورو قانوني پلټنو او انتظامي کارروایۍ لپاره ولکې ته واخیستل شو.

 

د بورډ په وینا، د پلټنې ډلې د ایشیا ټوبیکو کمپنۍ یو نه اعلان شوی ګودام هم موندلی، چې له قانوني منظورۍ او اعلان پرته روان و. بورډ وایي، دغه ګودام د تمباکو د بازارموندنې د اصولو له مخې سمدستي مهر کړی شو.

 

د پاکستان ټوبیکو بورډ چيئرمېن ویلي، د تمباکو په بازارموندنه کې شفافیت، د قانون عملي کېدل او د تمباکو د کروندګرو د حقونو ساتنه د بورډ لومړیتوبونه دي. هغه ویلي، د ناقانونه اخیستو، نه اعلان شوو ګودامونو او د اصولو د سرغړونې په تور به د هر چا پر ضد بې له توپیره کارروایي کېږي.