بنکاک / بر سویلي وزیرستان : د وزیرستان ازمري ټیم په وینا، د بر سويلي وزیرستان لوبغاړي ،هدایت الله محسود، د تایلنډ په نهم هیروز نړیوال ټېکوانډو اتلولۍ کې د پاکستان استازولي کړې او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی.

 

د ټیم ،د اګست د ۲مې، په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هدایت الله محسود د بېلابېلو هېوادونو له لوبغاړو سره تر سیالیو وروسته د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

 

هدایت الله محسود د خپلې بریا په اړه ویلي، دا یوازې د ده شخصي بریا نه ده، بلکې د ده د مور او پلار، استادانو، اکاډمۍ، وزیرستان او ټول پاکستان ویاړ دی.

 

هغه ویلي، په راتلونکې کې به هم د پاکستان بیرغ په نړیوالو سیالیو کې اوچت ساتلو ته خپلې هڅې جاري وساتي.