تورخم : پاکستاني چارواکو د بشري حقونو د یوې ځايي ادارې په غوښتنه ،د اګست په ۲مه، یوې افغانې مور او د هغې ناروغ ماشوم ته اجازه ورکړې چې د ویزې او پاسپورټ پرته د تورخم له لارې خیبر پښتونخوا ته داخل شي.
د خیبر لپاره د پاکستان د بشري حقونو سازمان استازي اسلام بادشاه افریدي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ماشوم مور او پلار له څو ورځو راهیسې د هغه د درملنې لپاره ورسره په تماس کې وو.
هغه ویلي، له پاکستاني او افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته، د ماشوم او مور پاکستان ته په اوښتلو چا اعتراض ونه کړ او دواړو ته د بشري بنیادونو پر اساس ځانګړې اجازه ورکړل شوه.
د افریدي په وینا، ماشوم د حیات اباد اېف سي روغتون ته رسول شوی او د هغه د وړیا درملنې امر هم شوی دی. نوموړي دا د تېرو شاوخوا یوولسو میاشتو په موده کې لومړۍ داسې پېښه بللې چې یو افغان ماشوم او د هغه مور ته د ویزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي.
د تېر کال د اکټوبر له نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عادي تګ راتګ او سوداګرۍ لارې تر ډېره تړلې یا سختې محدودې دي، خو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره ځینې تګ راتګونه روان پاتې دي.


شال نیوز