غزني : د افغانستان د غزني ولایت د پوهنې ریاست وایي، چې د غزني ښار د حیدر اباد ښوونځي لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې معیاري ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

د پوهنې ریاست د ،اګست په ۲مه، خپاره شوي معلوماتو له مخې دغه ودانۍ د خیرپال شخصیت جواد رسولي په مالي ملاتړ په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې ۲۴ درسي خونې او دوه اداري خونې به ولري او د بشپړېدو وروسته به زده‌کوونکو ته معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

 

د غزني د پوهنې رئیس، مولوي میر نصیر احمد حسيني، ویلي چې د روان کال په ترڅ کې به د غزني ښار د ۱۴ ښوونځیو د ترمیم چارې هم ترسره شي، څو د زده‌ کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسبې اسانتیاوې رامنځته شي.