کبل : د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې په کبل چوک کې د کبل پولیس لاین د مرکزي دروازې مخې ته شوي ځانمرګي برید کې ژوبل شوي دوه نور پولیس سرتېري هم ،د اګست په ۳مه، د درملنې پر مهال مړه شوي، چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

 

د روغتون سرچینو ویلي دي، چې کانسټېبل مکرم خان او کانسټېبل حسین خان د ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د دغو دواړو له مړینې سره په برید کې د وژل شویو پولیسو شمېر اوو ته رسېدلی دی.

 

د وژل شویو پولیسو د جنازې لمونځ د بشپړو دولتي اعزازونو سره ادا شوی، چې پکې د پولیسو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. وروسته د دواړو سرتېرو جسدونه خپلو پلرنیو سیمو ته د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شول.

 

بل لور ته، د دې ځانمرګي برید مقدمه د کبل د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په تاڼه کې د ناڅرګنده وسله ‌والو پر ضد ثبت شوې ده. د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، په مقدمه کې د قتل، د قتل د هڅې او ترهګرۍ اړوند مادې شاملې شوې دي.

 

چارواکي وايي، چې په برید کې له شپږو تر اتو کیلوګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي وو. د پېښې پلټنې روانې دي او امنیتي ادارې د برید د عاملینو د نیولو لپاره هڅې کوي.

 

د سوات په کبل چوک کې د پولیس لاین مرکزي دروازې مخې ته دا ځانرګی برید ،د اګست په ۲مه، هغه مهال وشو چې په چوک کې د امن پاڅون لخوا د امن په حق کې احتجاج روان و.

 

د سوات پولیسو د ویاند په وینا، په دې ځانمرګي برید کې ټولټال ۱۶ کسان وژل شوي چې اووه یې پولیس سرتېري او نهه نور عام وګړي دي.