د نړۍ نوموتې افغان سندرغاړې ،نغمه ښاپېرۍ، له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو، د سولې د ټینګېدو او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې او تېري د بندېدو غوښتنه کوي. هغې تل د افغانستان د بېلابېلو قامي، ژبنیو، مذهبي او ټولنیزو ډلو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او یو بل منلو غږ پورته کړی او ویلي یې دي چې افغانان، له ټولو اختلافونو سره سره، یو ملت دی.
څو ورځې وړاندې نغمې په یوه مرکه کې یو ځل بیا همدا دریځ تکرار کړ او ویې ویل: «د افغانستان ټول قامونه وروڼه دي، ټول وروڼه یو شان حقونه لري او پښتانه د دوي مشران وروڼه دي.»
هغې د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان ملي بیرغ درې رنګه بیرغ دی. نغمې زیاته کړه، که څه هم د طالبانو حکومت د درې رنګه بیرغ پر ځای سپین بیرغ پورته کړی چې کلمه طیبه پرې لیکل شوې، خو هغه د دې بیرغ مخالفت هم نه کوي.
د نغمې له خبرو سره موافقه یا اختلاف د هر چا حق دی. په ځانګړې توګه د «مشر ورور» اصطلاح په څېر خبرې په یو ګڼ قامي هېواد کې بېلابېل غبرګونونه راپارولی شي. ځینې خلک یې د تاریخي او کلتوري تړاو څرګندونه ګڼي او ځینې نور بیا باور لري چې په یو ملي نظام کې باید هېڅ قام ځان مشر او بل کشر ونه ګڼي، بلکې ټول وګړي باید د قانون له مخې برابر حقونه ولري.
دا ډول اختلاف طبیعي دی، خو د نظر اختلاف باید په قامي کرکه، سپکاوي او نفاق بدل نه شي. له بده مرغه، د دې مشهورې سندرغاړې خبرې ځینو کړیو له خپل اصلي مطلبه واړولې او په رسنیزه او قامي لانجه یې بدلې کړې. داسې ښکاري چې د هغې د مرکې د سولې، یووالي او ملي ورورولۍ پر اصلي پیغام لږ بحث وشو، خو د یوې جملې پر سر لانجه ډېره توده شوه.
حقیقت دا دی چې قامي او مذهبي اختلافونو په افغانستان کې تل کورني او بهرني اړخونه لرلي دي. د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د خپلو سیاسي او امنیتي ګټو لپاره د افغانستان له قامي، مذهبي او ژبنیو بېلوالي څخه ګټه پورته کړې ده. د لیکوال په اند، د افغانستان په چارو کې د پاکستان، ایران، تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو د رول او لاسوهنې تورونه هم له پامه نه شي غورځول کېدی.
ډېر افغانان، په ځانګړي توګه هغه کسان چې د سولې، ثبات او د بهرنۍ لاسوهنې د ختمېدو غوښتونکي دي، د نغمې د خبرو له اصلي مطلبه پر اړولو اندېښنه ښيي. د دوي په باور، نغمې په خپلو خبرو کې د هغو میلیونونو افغانانو د زړونو غږ پورته کړی دی چې له څو لسیزو جګړو، وینې تویېدو، کډوالۍ او بهرنۍ مداخلې ستړي شوي دي.
هر څوک چې هر ډول سیاسي او شخصي نظر لري، خو دا حقیقت نه شي ردولی چې نغمه ښاپېرۍ یوه وتلې، درنه او په نړیواله کچه پېژندل شوې افغانه هنرمنده ده. د هغې هنري سفر، موسیقي او سندرې د افغانستان د څو نسلونو له ژوند، یادونو، خوشالیو او غمونو سره تړلې دي.
له نغمې څخه د افغان کلتور، موسیقۍ، هنري دودونو او د دغو ارزښتونو د ساتنې او ودې په اړه پراخې پوښتنې کېدی شوې. دا پوښتنې هم مهمې وې چې افغان هنرمندان له کومو ستونزو سره مخ دي، بېوزله او بې برخې هنرمندان څنګه ملاتړ کېدی شي او د ښځو، ماشومانو، زده کوونکو، یتیمانو او د سېلابونو او زلزلو د زیانمنو شویو کورنیو لپاره هنرمندان څه رول لوبولی شي.
که سیاسي پوښتنې ضروري وې، نو دا پوښتنه هم ترې کېدی شوه چې د نږدې پنځوسو کلونو جګړو، کډوالۍ او سیاسي بدلونونو باوجود د افغانستان کلتور، موسیقي، ژبې او هنري دودونه څنګه ژوندي پاتې کېدی شي. همداراز دا پوښتنه مهمه وه چې افغان هنرمندان څنګه د قامي وېش پر ځای د ملي یووالي، سولې او یو بل منلو لپاره خپل اغېز وکاروي.
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د برېتانوي یرغلونو، کورنیو جګړو، د شوروي اتحاد د پوځي مداخلې، د امریکا او د هغې د اتحادیانو د شل کلن حضور او د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د پراخو لاسوهنو شاهد پاتې شوی دی. له دومره جګړو، سیالیو او مداخلو سره سره افغانستان تر نن ورځې یو هېواد پاتې شوی او هېڅ بهرنی یا کورنی ځواک نه دی توانېدلی چې افغان ملت په بشپړه توګه ټوټې کړي.
دا خبره هم باید ومنل شي چې یوازې د جغرافیې ساتل بسنه نه کوي. د یو هېواد رښتینی یووالی هغه وخت ټینګېږي چې ټولو خلکو ته انصاف، عزت، برابر حقونه او په واک کې برخه ورکړل شي. یووالی په زور نه جوړېږي؛ یووالی د باور، انصاف او یو بل منلو په نتیجه کې پیدا کېږي.
که څه هم د افغانستان اوسنی نظام ډېرې نیمګړتیاوې لري، خو د ټولو قامونو، ژبو، مذهبي ډلو او سیمو ترمنځ د ورورولۍ، انصاف، حساب ورکولو او برابر حقونو پر بنسټ یو نظام د هېواد لپاره تر ټولو غوره لار ده. د دې بهیر پایله باید یو رښتینی ملي او د ټولو خلکو استازیتوب کوونکی حکومت وي.
په یوه ګڼ قامي ټولنه کې د یو قام، یوې ډلې یا یو ځانګړي مذهبي فکر انحصاري واک نه بشپړه ملي بڼه خپلولی شي او نه د اوږدې مودې لپاره دوام موندلی شي. د افغانستان پخوانیو واکمنانو، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، لږ تر لږه دا هڅه کړې وه چې حکومت د بېلابېلو قامونو او سیمو استازیتوب وکړي.
اوسنی طالب نظام بیا هېواد تر ډېره د خپلې ځانګړې مذهبي نظریې له مخې چلوي، چې د افغانستان ګڼ خلک یې یو سخت او استبدادي نظام ګڼي. همدا لامل دی چې د دې لیکنې تر وخته، د روسیې له فدراسیون پرته، د نړۍ بل مهم هېواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت، د ښځو او نجونو د حقونو، زده کړو، کار، بیان ازادۍ او د افغان ولس د سیاسي ګډون په اړه غوښتنې لري.
د افغانستان د ملي بیرغ مسئله هم یوازې د یو رنګ یا یوې نښې بحث نه دی. تور، سور او شین درې رنګه بیرغ په تېرو لسیزو کې د افغانستان د ملي پېژندګلو تر ټولو مشهوره نښه پاتې شوې ده. په همدې بیرغ کې د خپلواکۍ، قربانۍ، هیلې او د یو نوي افغانستان د جوړېدو تاریخي یادونه ځای شوې ده.
د طالبانو سپین بیرغ بیا کلمه طیبه لري. ډېر افغانان د کلمې طیبې د سپېڅلتیا له امله د دې بیرغ سپکاوی یا بې احترامي نه کوي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې ټول خلک یې د افغانستان د رسمي ملي بیرغ په توګه مني. د اسلامي نښې درناوی او د یو رسمي ملي بیرغ پر سر سیاسي او قانوني اختلاف دوه جلا خبرې دي.
نغمې په خپله مرکه کې د افغانستان د ملي بیرغ تاریخ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې څوک اسلام خپل دین او افغانستان خپل وطن ګڼي، د دې حقیقت په ارزښت پوهېږي. هر مسلمان، هندو، سیک یا د بلې عقیدې افغان وګړی چې د یوه ازاد، متحد، خپلواک، سوکاله او باعزته افغانستان غوښتونکی وي، باید په ملي نښو کې د ځان لپاره ځای وویني.
د یو هېواد رسمي ملي بیرغ باید د اساسي قانون، قانوني ادارو او پراخې ملي موافقې له لارې وټاکل شي. بیرغ باید یوازې د واکمنې ډلې نښه نه وي، بلکې د ټول ملت استازیتوب وکړي. خو افغانستان له نږدې پنځوسو کلونو راهیسې له یو پرله پسې او ټولو ته د منلو وړ قانوني او ملي بهیر څخه بې برخې پاتې شوی دی.
له بده مرغه، افغانستان لا تر اوسه د یوه بشپړ، عصري او باثباته ملي دولت پړاو ته نه دی رسېدلی. په تېرو پنځوسو کلونو کې چې هره ډله یا ځواک کابل ته رسېدلی، د خپل فکر، انقلاب، تنظیم یا تحریک بیرغ یې د ټول هېواد ملي بیرغ ګرځولی دی.
د امان الله خان له نسکورېدو وروسته حبیب الله کلکاني په ملي نښو کې بدلونونه راوستل. وروسته د ثور انقلاب واکمنانو بیرغ بدل کړ او د خپل انقلاب نښې یې پکې ځای کړې. د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال برهان الدین رباني د خپلې واکمنې ډلې بیرغ د ملي بیرغ په توګه پورته کړ. طالبانو بیا خپل سپین بیرغ د افغانستان رسمي بیرغ اعلان کړ.
دا لړۍ ښيي چې د افغانستان د ملي بیرغ پرېکړه زیاتره د ولس د یوې پراخې او ازادې موافقې پر ځای د واکمنو ډلو له خوا شوې ده. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د یو ملت ملي نښه باید هر ځل له حکومت او واکمنې ډلې سره بدله شي، که باید د یو پراخ ملي او قانوني بهیر له لارې داسې بیرغ وټاکل شي چې ټول افغانان ځان پکې وویني؟
موږ باید یوازې د تېر تاریخ په اړه قضاوت ونه کړو، بلکې هغه کسان هم وپوښتو چې له تاریخه سبق نه اخلي او هماغه تېروتنې بیا بیا تکراروي. د افغانستان ژغورنه په دې کې نه ده چې یو قام، یوه ژبه، یوه ډله یا یو فکر پر نورو مسلط شي. د افغانستان راتلونکی د برابرۍ، انصاف، ولسي واک، ملي موافقې او یو بل منلو سره تړلی دی.
افغانان یو ملت دی. د دوي ترمنځ سیاسي، قامي، ژبني او مذهبي اختلافونه شته او دا اختلافونه طبیعي دي، خو بېلتون، کرکه او نفاق د ټولو په زیان دی. د نظر اختلاف باید د دښمنۍ سبب نه شي او د یوه کس یوه جمله باید د ملتونو او قامونو ترمنځ د کرکې خورولو لپاره ونه کارول شي.
د نغمې د خبرو اصلي پیغام هم باید په همدې رڼا کې وکتل شي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دې کور ټول اوسېدونکي برابر حقونه لري او د هېواد سوله، خپلواکي او عزت یوازې د ملي یووالي له لارې خوندي کېدی شي.


شمیم شاهد