جاني خېل : د بنو ضلعی د جاني خېلو په ولي نور سيمه کې ،د اګست په ۲مه، ماښام د کوادکاپټر ډرون يو بريد شوی، چې په لومړنيو معلوماتو کې پکې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

 

ځايي سرچينې وايي، چې بريد د ولي نور بازار نږدې سيمه کې شوی او ټپيان د علاج لپاره د بنو ضلعي روغتون ته وړل شوي دي. د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه د روغتون له خوا تفصيلي  بيان نه دی خپور شوی.

 

د بريد د ذمه وارۍ په اړه هم روښانه او رسمي معلومات نشته. ځينو ځايي فعالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولنیزې رسنۍ کارکوونکو دعوه کړې چې بريد د پاکستاني ځواکونو له کوادکاپټر څخه شوی، خو امنيتي ادارو تر اوسه په دې اړه کوم عامه بيان نه دی ورکړی.

 

له بلې خوا، د ولي نور او سردي خېل امنيتي پوستو ته د بريد د هڅو راپورونه هم مخې ته راغلي دي، خو دا لا نه ده جوته چې له بازار سره د ډرون پېښه له دغو راپورونو سره څه تړاو لري.

 

جاني خېل په وروستيو مياشتو کې د ناامنۍ، وسله والو فعاليتونو او امنيتي عملياتو له امله له سخت فشار سره مخ دی. سيمه ييز خلک غوښتنه کوي چې د ولي نور د پېښې بې‌ طرفه پلټنې وشي، د ډرون د اصل او ذمه وارۍ مالومه شي، او ټپيانو ته بشپړ علاج ورکړل شي.

 

شال نيوز د بنو پوليسو، ضلعي انتظاميې او روغتون د رسمي بيان په تمه دی. د مرګ ‌ژوبلې وروستی شمېر او د بريد ذمه واري به له رسمي تاييد وروسته نوي کېږي.