د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال غلا شوي ۴۹ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالر بېرته ترلاسه او اصلي مالک ته سپارلي دي.
د وزارت په وینا، د دغې غلا په تړاو درې کسان هم نیول شوي او تر قانوني څېړنو لاندې دي. مسؤلینو ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه به د جرمونو د مخنیوي، د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب او د مجرمینو د نیولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.


شال نیوز