امنیتي چارواکي وایي، په کندهار او پکتیا ولایتونو کې له پاکستانه افغانستان ته د راقاچاق کېدونکو وسلو او مهماتو یوه لویه محموله کشف او ضبط شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په سکاڼ سیمه کې ۱۷۰۵ د ثقیل مرمۍ، ۱۲۰۵ د کلاشنکوف مرمۍ، ۶ د کلاشنکوف شاجورونه او دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

 

همدارنګه د پکتیا امنیه قومندانۍ ویلي، د ډنډ پټان له لارې غزني ته لېږدول کېدونکي ۳۰ تمانچې او ۱۳ کلاشنکوفونه هم ضبط شوي او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.