د پخواني جمهوري نظام د لوړپوړي پوځي قوماندان جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهه وايي، تېره شپه یې د کندهار د پولیسو پر قوماندانۍ برید کړی او دوه طالبان یې وژلي دي.
جبهې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، برید یې د ماښام شاوخوا اته نیمې بجې د کندهار د پولیسو قوماندانۍ پر مرکز کړی دی.
اعلامیه کې راغلي چې د جبهې عملیاتي ډلې د قوماندانۍ د دروازې مخې ته د طالبانو دوه غړي وژلي دي. شال نیوز په خپلواکه توګه د دې دعوې پخلی نه شي کولای.
متحده جبهه د طالبانو د پولیسو قومانداني د خلکو د نیولو، شکنجې او زنداني کولو مرکز بللی او ادعا یې کړې چې طالبان له همدې ځایه په کندهار کې خپل امنیتي عملیات تنظیموي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د برید یا د جبهې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
متحدې جبهې وړمه ورځ د افغانستان د ازادۍ لپاره د عملیاتو د پیل اعلان کړی و او ویلي یې وو چې د طالبانو پر ضد به خپلې هڅې روانې ساتي.


شال نیوز