د خېبر ضلعي انتظامیې په جمرود کي د ولسي ستونزو اورېدو لپاره غونډه کړې وه چي پکې د کوکي خېلو مشرانو، پخوانیو بلدياتي استازو او ځايي خلکو د تیراه راجګل د اغېزمنو کورنیو د بیا ابادۍ، د سروې او تاوانونو په وېش کي د روڼتیا او د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستو غوښتنه وکړه.
ګډونوالو د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او له تیراه څخه د لرګیو د مبینه ناقانونه لېږد په اړه اندېښنه وښوده. هغوی د ځايي ځوانانو لپاره په سرکاري نوکرو کي د لومړیتوب، د ناقانونه کرش مشینونو پر ضد د کارروایۍ او په تورخم پوله د سوداګریزو فعالیتونو د بشپړ بحالۍ غوښتنه هم وکړه.
خلکو د نشه يي توکو د مخنیوي، د امن د لا ښه کولو، د شپې د پولیس ګزمې د زیاتولو، د برېښنا د لوډشیډنګ د کمولو او د سړکونو د رغولو مسئلې هم راپورته کړې. د سکولونو د اپګرېډیشن ځنډ، د نادرا په مرکزونو کي د ښځینه کارکوونکو نشتوالی، د باب خېبر بیا رغونه او د جمال خېل او غاړېزې پلونو خراب حالت هم د انتظامیې پام ته واچول شو.
د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي وویل، له اړوندو ادارو سره به د ولسي مسئلو د حل لپاره پر لومړیتوب عملي ګامونه اخلي. هغه وویل، د افسرانو حاضري، د پرمختیايي منصوبو معیار او ولسي شکایتونه به د څارنې د یو منظم نظام له لارې کتل کېږي.


ابراهیم شینواری