د پېښور د پیر زکوړي پل ته نږدې د ګلبهار تاڼې د پولیسو پر موبایل وین چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې دوه پولیس سرتېري ژوبل شوي او د پولیسو ګاډي ته هم زیان رسېدلی دی. پولیس وایي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د شواهدو راټولولو ترڅنګ یې پلټنې پیل کړې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو (IED) له امله شوې ده.