د خیبر پښتونخوا په سوات او کوز چترال کې د سختو بارانونو له امله راغلي ناڅاپي سیلابونه د سړکونو د تړل کېدو او زیانونو سبب ګرځيدلي، په داسې حال کې چې د ژغورنې او بیارغونې عملیات روان دي.

 

د سوات په کالام کې د دیسان خوړ له سیلابي رېلې وروسته د قارندو د سي پي-۱ پوستې په سیمه کې د بحرین - کالام سړک او د اتروړ او مټلتان پر لور تلونکې لاره د تګ راتګ لپاره په عارضي ډول تړل شوې ده. د بر سوات پرمختیايي ادارې ویلي دي چې د سړک د پرانیستو لپاره درنه ماشینري سیمې ته استول شوې او د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.

 

د ادارې ویاند سعید الرحمان ویلي دي، چې د ګرځندوی پولیس او د سوات پولیس په سیمه کې د ترافیکو د تنظیم، د سیلانیانو د لارښوونې او د خلکو د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي. چارواکو له خلکو او سیلانیانو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا پورې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

 

بلخوا، په کوز چترال کې د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو سیمو کې ناڅاپي سیلابونه او ځمکې ښوېېدنې رامنځته شوې دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د شاشا په سیمه کې د ځمکې ښوېېدنې له امله چترال ګرام، چشمه او کریم‌ اباد ته تلونکې مرکزي لاره تړل شوې، په خیرچوم کې یو جماعت‌ او په سیواهټ کې یو کور او د څارويو یو شیډ زیانمن شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي چې په ګریت ګول کې د سیلاب له امله د چترال سیند بهیر په موقتي ډول بند شوی او طبیعي بند رامنځته شوی و، چې له سیمې څخه یې ۱۵ کسان خوندي ژغورلي دي. همداراز، په بروز ګمباز کې یو بند پاتې کس ژغورل شوی، خو د سیلاب تر اغېز لاندې د راغلو موټرو او احتمالي زیانونو په اړه وروستي معلومات لا نه دي بشپړ شوي.

 

په شاه نګر، دروش کې د چترال سیند په منځ کې بند پاتې درې کسانو کې یو تن ژغورل شوی، خو د پاتې دوو کسانو د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري. د ریسکیو چارواکي وايي، چې د سیند چټک بهیر او د سیمې سختې لارې د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې د عملیاتو د پیاوړتیا لپاره له بر دیر څخه هم اضافي ژغورونکي او امبولانسونه کوز چترال ته استول شوي او ټینګار کوي چې د پېښو په اړه دا لومړني معلومات دي او ښیي له نورو تایید شویو معلوماتو سره بدلون ومومي.