مظفراباد : د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د قانون سازې اسمبلۍ د عامو ټاکنو په دویم پړاو کې د ۱۹ حلقو د غیرحتمي او غیرسرکاري پایلو له مخې، مسلم لیګ نواز ۱۴ څوکۍ ګټلې او پاکستان پیپلز ګوند پنځه څوکۍ ترلاسه کړې دي. د انتخاباتو کمېشن تر اوسه د دې پایلو رسمي او وروستی اعلان نه دی کړی.
،د اګست په ۲مه، تسره شوي په دې پړاو کې د مظفراباد ډویژن او په پاکستان کې د کشمیر د کډوالو لپاره ځانګړو حلقو کې رایه اچونه شوې وه. په اېل ای-۲۷ حلقه کې د سخت باران، ځمکې ښوېدنې او د رایې اچونې د عملې او سامان د نه رسېدو له امله په ټولو ۱۹۶ مرکزونو کې رایه اچونه وځنډول شوه. په اېل ای-۲۸ کې هم د خراب موسم له کبله په ځینو مرکزونو کې رایه اچونه ونه شوه او د دغو مرکزونو لپاره به کمېشن جلا مهالوېش ورکوي.
وزیراعظم شهباز شریف د مسلم لیګ نواز مشرانو او کامیابو امیدوارانو ته مبارکي ورکړې ده. د وزیراعظم دفتر له بیان سره سم، شهباز شریف ویلي دي چې دا بریا د ګوند د انتخابي هلو ځلو نتیجه او د کشمیر د خلکو د مسلم لیګ نواز پر تګلارو باور څرګندوي. هغه د سیمې پرمختګ، سوکالي او د خلکو خیرښېګڼه د خپل ګوند لومړیتوب بللی دی.
بلخوا پاکستان پیپلز ګوند د رایې اچونې پر بهیر سخت اعتراض کړی دی. ګوند تور لګولی دی چې په ځینو حلقو کې د دوي د رایې اچونې استازو ته په مرکزونو کې د ناستې او څارنې اجازه نه ده ورکړل شوې، د ووټونو د درغلۍ هڅې شوې، د ګوند پر کارکوونکو تشدد شوی او د مسلم لیګ نواز په ګټه سرکاري وسایل کارول شوي دي.
پیپلز ګوند وايي، چې د ۱۱ حلقو په اړه یې د انتخاباتو کمېشن ته ۲۵ لیکلي شکایتونه ورلېږلي؛ خو د دوي په وینا، تر اوسه ورته د دغو شکایتونو په اړه تفصیلي تحریري ځواب نه دی ورکړل شوی. دا تورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
مسلم لیګ نواز د پیپلز ګوند تورونه بې بنسټه بولي او وايي، چې د دوي بریا د خلکو د رایې نتیجه ده. د انتخاباتو کمېشن هم ویلي دي چې د انتخاباتي ضابطې هره سرغړونه او غفلت به د قانون له مخې وڅېړي.
د کشمیر د اسمبلۍ د ۴۵ عامو څوکیو ټاکنې د امنیتي انتظاماتو له امله په دریو پړاوونو کې کېږي. په لومړي پړاو کې، چې د جولایۍ په ۲۷مه په میرپور ډویژن کې وشو، مسلم لیګ نواز نهه او پیپلز ګوند څلور څوکۍ ګټلې وې. درېیم او وروستی پړاو به د اګست په لسمه په پونچ ډویژن کې د ۱۱ حلقو لپاره ترسره کېږي.
د دویم پړاو د پاتې مرکزونو، ځنډول شوې حلقې او ټولو بریالیو امیدوارانو وروستۍ قانوني پایلې به د انتخاباتو کمېشن اعلانوي.


شال نیوز