کابل : د وسله ‌والو طالبانو ویاند ذبیح ‌الله مجاهد وايي، چې که په یوه نظام کې رغنده نیوکه او د سمون غوښتنه نه وي، واکمنان او چارواکي ښیي په خپلسرۍ او انحراف اخته شي.

 

مجاهد ،د اګست په ۴مه، په یوه غونډه کې د رسنیو پر رغنده رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوسنی وخت د افهام او تفهیم زمانه ده او په نظام کې د نیوکې او اصلاح شتون اړین دی.

 

هغه وویل: «فرعون په خپله فرعون نه و شوی، بلکې شاوخوا ملګرو او متملقانو فرعون کړی و. که په ټولنه او اداره کې نیوکه نه وي، مسوولین بې لارې کېږي.»

 

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې رسنیو په نړۍ کې د فساد، بډو او ظلمونو کچه راټیټه کړې، ځکه چارواکي وېره لري چې د ناسمو کړنو په صورت کې به رسنۍ پرې راپور خپور کړي او لوړپوړي چارواکي به ترې خبر شي.

 

خو د رسنیو او مدني فعالانو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت او چارواکو ازاده نیوکه لا هم له امنیتي او سیاسي خطرونو سره مل ده. خبریالان او د طالبانو پر تګلارو نیوکه کوونکي د ګواښونو، نیونو او څار له وېرې نه شي کولی په ازاد ډول پر حکومتي کړنو راپورونه او څرګندونې خپرې کړي.

 

د طالبانو ځینې ویاندویان د رغنده نیوکې ملاتړ کوي، خو د منتقدانو په وینا، په عملي ډګر کې پر نظام او چارواکو نیوکه ډېر وخت د غندنې او سزا وړ عمل ګڼل کېږي.