اسلام‌ اباد / تهران : پاکستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر لس اربه ډالرو رسولو هدف بیا تایید کړی او د دې هدف د عملي کولو لپاره یې د سوداګرۍ، ترانزیټ او سرحدي اسانتیاوو د پراختیا پر بېلابېلو لارو خبرې کړې دي.

 

دا خبرې ،د اګست په ۴مه، د پاکستان او ایران د ګډې سوداګرۍ کمېټۍ د لسمې غونډې پر مهال شوې دي. غونډه په اسلام ‌اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وفاقي وزیر ،جام کمال خان، او د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر ،محمد اتابک، په ګډه مشرۍ ترسره شوه.

 

دا د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ کمېټۍ له ۲۰۲۱م کال وروسته لومړۍ غونډه بلل کېږي. د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل، چې د پاکستان او ایران تاریخي او دوستانه اړیکې باید په پیاوړې اقتصادي ملګرتیا بدلې شي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو خصوصي کاروباري برخې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره چمتو دي، خو حکومتونه باید ورته باثباته، منظم او د باور وړ چاپېریال برابر کړي.

 

جام کمال خان د پاکستان او ایران ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون د خبرو د زر بشپړولو غوښتنه هم وکړه. د نوموړي په وینا، د دې تړون عملي کېدل به د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د بازارونو د پراخېدو، د تعرفو د کمېدو او د صادراتو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.

 

دواړو خواوو د تفتان او میرجاوې په سرحدي لارو کې د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ د اسانتیا، د ګمرکي چارو د چټکتیا او د بار وړونکو وسایطو د اوږده ځنډ د کمولو په اړه هم خبرې کړې دي. د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړول او د بار وړونکو اورګاډو د خدمتونو پراختیا هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وه.

 

د پاکستان او ایران ترمنځ د ګډو سرحدي بازارونو پر فعالولو هم ټینګار شوی دی. چارواکي باور لري چې دغه بازارونه به نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي سوداګري زیاته کړي، بلکې د بلوچستان او د ایران د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کې به د خلکو لپاره د کار او عاید نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.

 

دواړو هېوادونو د ګمرکي معلوماتو د برېښنايي تبادلې د نظام، د بارونو د ثبت د چټکتیا او د ترانزیټي اسنادو د ساده کولو په اړه هم خبرې کړې دي. د داسې نظام موخه دا ده چې سوداګر له غیر ضروري کاغذي کارونو، اوږدو کتارونو او د مالونو له ځنډ سره مخ نه شي.

 

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک ویلي دي، چې ایران غواړي له پاکستان سره سوداګري او اقتصادي همکاري د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې پراخه کړي. هغه د پاکستان او ایران ترمنځ د ازادۍ سوداګرۍ تړون خبرې مثبتې بللې او هیله یې څرګنده کړې ده چې دغه خبرې به په نږدې راتلونکي کې بریالۍ پای ته ورسېږي.

 

د ایران پلاوي ویلي دي چې د سیمې د سمندري لارو د ناڅرګند وضعیت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکني سوداګریز مسیرونه ځانګړی اهمیت لري. د دوي په وینا، د تفتان لارې، سرحدي ترمینلونو، رېل پټلۍ او بندرونو پراختیا کولی شي د سوداګرۍ لپاره خوندي او باثباته بدیلې لارې برابرې کړي.

 

پاکستان او ایران له ۲۰۰۶م کال راهیسې د ترجیحي سوداګرۍ تړون لري، خو د بانکي راکړې ورکړې، ګمرکي خنډونو، د تعرفو توپیرونو او د ترانزیټي اسانتیاوو کمښت د سوداګرۍ د پراخېدو پر وړاندې مهم خنډونه پاتې شوي دي.

 

چارواکي وايي، د لس اربه ډالرو هدف یوازې د سیاسي ژمنو له لارې نه شي ترلاسه کېدی؛ د دې لپاره به د ازادۍ سوداګرۍ تړون بشپړول، د سرحدي بازارونو فعالول، د بانکي اسانتیاوو برابرول او د تفتان په ګډون د سوداګریزو لارو عملي پراختیا اړینه وي.