دنبولا : پاکستانۍ ښځینه لوبډلې ،د اګست په ۴مه، د درېیمې او وروستۍ شل‌ اوریزې نړیوالې لوبې په ترڅ کې سریلانکا ته په څلورو وکټو ماتې ورکړه؛ خو سریلانکا د درې لوبو سیریز په دوه ـ یو وګاټه.

پاکستان د ټاس له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سریلانکا لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د شپږو وکټو په زیان ۱۱۳ منډې جوړې کړې. د سریلانکا کپتانې چماري اتاپتو ۳۴ او سنجنا کاوېنډي ۲۰ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره مومنه ریاضت دوه وکټې واخیستې، په داسې حال کې چي عایشه ظفر او ناصره سندهو یوه ـ یوه وکټه ترلاسه کړه.

پاکستان د ۱۱۴ منډو هدف په تعقیب کې ۱۱۵ منډې د شپږو وکټو په زیان په ۱۸،۲ اوورونو کې پوره کړې او لس توپونه یې لا په لاس کې پاتې وو. عایشه ظفر ۳۹ منډې له ۳۱ توپونو جوړې کړې، شوال ذوالفقار ۲۱ او سایره جبین ۱۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. طوبی حسن هم شپږ ناسوځېدلې منډې وکړې.

عایشه ظفر د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه. د دې بریا سره پاکستان د درې ـ صفر ماتې څخه ځان وژغوره، خو سریلانکا د لومړیو دوو لوبو د بریاوو له امله سیریز دوه ـ یو وګاټه. امېشا دولاني د سیریز غوره لوبغاړې وټاکل شوه.