ریاض / اسلام‌ اباد : د سعودي عربستان د نوې عمرې تګلارې له مخې، د پاکستان په ګډون د هند، بنګله ‌دېش او مصر د عمرې زایرین به د خوراک واوچر فیس هم ورکوي. د ،اګست په ۴مه، خپاره شوي راپورونو له مخې، د هر زایر لپاره به هره ورځ شاوخوا شل سعودي ریاله فیس وي او دا رقم به د عمرې د ویزې له فیس سره یو ځای اخیستل کېږي.

 

د دې تګلارې عملي کېدل به د ربیع ‌الاول له لومړۍ نېټې څخه پېل شي. د نوي نظام له مخې، د عمرې ویزه، هوټل، ترانسپورټ او د خوراک انتظام به د «نسک» په نوم په یو ګډ ډیجیټل نظام کي کېږي.

 

هر زایر ته به له ویزې سره تړلی یو ځانګړی کوډ ورکول کېږي. زایرین به دغه کوډ په مکه مکرمې او مدینه منورې کې له ټاکل شوو رستورانتونو څخه د خوراک اخیستو لپاره کاروي.

 

د راپورونو له مخې، تر لس زرو زیات رستورانتونه له نسک نظام سره تړل کېږي. تمه ده چې د دې لازمي فیس له کبله د عمرې د سفرونو په پیکجونو کې زیاتوالی راشي او په پاکستان کې سفري ادارې د خپلو پیکجونو پر بیو بیا غور وکړي.