اسلام‌ اباد / لندن : برتانوي ورځپاڼې «ابزرور» راپور ورکړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او پخواني وزیراعظم ،عمران خان، د روغتیايي دلایلو پر بنسټ د خوشي کولو په اړه د پردې تر شا خبرې شوې دي؛ خو تر اوسه په دې اړه کومه وروستۍ هوکړه یا رسمي اعلان نه دی شوی.

 

ورځپاڼې ،د اګست په ۴مه، په راپور کې ویلي دي چې د عمران خان روغتیايي دلایلو پر بنسټ خوشي کېدل د پاکستان د روان سیاسي بندښت د ختمولو یوه احتمالي لار ګڼل کېږي. د راپور له مخې، د پاکستان د پوځي کړیو او د عمران خان د کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د درېیمګړو له لارې د ممکنه هوکړې په اړه ابتدايي خبرې شوې دي.

 

د عمران خان زامنو، سلیمان او قاسم، ورځپاڼې ته ویلي دي چې پلار یې له اوو میاشتو زیات وخت له بهرنۍ نړۍ سره له عادي اړیکو بېل ساتل شوی او دوي وېره لري چې د اوږدې بندي‌ خونې له امله یې روغتیا خرابه شوې وي.

 

د عمران خان د نړیوالو رسنیو سلاکار ،زلفي بخاري، ویلي دي چې عمران خان بیړنۍ او مناسبه روغتیايي پاملرنه غواړي او حکومت باید هغه د روغتیايي دلایلو پر بنسټ خوشی کړي.

 

په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د هر ډول ممکنه هوکړې په صورت کي ښیي له عمران خان څخه له هېواده د وتلو، له سیاست څخه د لرې پاتې کېدو او د سیاسي څرګندونو نه کولو غوښتنه وشي؛ خو ورځپاڼې دا خبرې د احتمالي شرطونو په توګه یادې کړې دي، نه چی د یوې منل شوې هوکړې په توګه ذکر کړی.

 

بل لوري ته، د کورنیو چارو د وزارت وفاقي وزیر ،طلال چودري، ورځپاڼې ته ویلي دي چې عمران خان روغ دی، د روغتیايي دلایلو پر بنسټ د هغه د ضمانت ورکولو لپاره کوم دلیل نه شته او د هغه د قضیو پرېکړه به عدالتونه کوي.

 

اسلام‌ اباد عالي عدالت د روان کال د مارچ پر ۱۲مه د عمران خان د شفا روغتون ته د لېږد غوښتنه رد کړې وه او د هغه د روغتیا د ارزونې لپاره یې د طبي بورډ جوړولو حکم کړی و. عدالت ویلي وو چې له زندانه بهر روغتون ته د نوموړي د لېږد پرېکړه به د طبي بورډ د راپور او د زندان د قوانینو له مخې اړوند چارواکي کوي.

 

عمران خان تر دې مخکې د سترګې د درملنې لپاره پمز روغتون ته هم وړل شوی و. د پمز د جون د ۱۵مې نېټې د بیان له مخې، هغه د درملنې پر مهال روغتیايي حالت ثابت درلود او له درملنې وروسته بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.